د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

ډفینس پوسټ: طالبان خپلو لیکو کې د سولې ساتلو له سختې ازموینې سره مخ دي


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • د کاناډا نېشنل پوسټ ورځپاڼه

د کاناډا نېشنل پوسټ ورځپاڼې د یوه کاناډايي په اړه چې په افغانستان کې یې کلونه کار کړی، لیکنه خپره کړې ده.

دا کاناډايي مټ انډرسن نومېږي چې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د بیارغونې په یوه ډله کې یې په کندهار کې کار کړی دی.

انډرسن په وروستۍ یوه میاشت کې په دې خوابدی دی چې د افغانستان حکومت وپرزېده. دی د هغو کارونو یادونه کوي چې په کندهار کې یې خلکو ته کړي او وايي، ماشومانو ته یې قلمونه او کتابچې ورکولې.

دی وايي، خوابدي یې په دې ده چې له هغو خلکو سره چې ده لیدلي او کار یې ورته کړی، یو ډول ارتباط لري.

دی وايي، د هغه وخت په اړه فکر کوي چې له کلیوالو سره یې تېراوه او په دې هم فکر کوي چې اوس به د هغو خلکو څه حال وي.

کاناډا له افغانستانه خپل پوځیان په ۲۰۱۴ میلادي کال وایستل او د نېشنل پوسټ ورځپاڼې د لیکنې د لیکوال په باور هغه ټول کاناډايي پوځیان چې په افغانستان کې یې وخت تېر کړی، د دغه هېواد په اړه خاطرې لري.

  • ډفینس پوسټ

ډفینس پوسټ ورځپاڼې د طالبانو پر ستونزو لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې راغلي، طالبانو چې د افغانستان په نیولو بریالي شوي، اوس په خپلو لیکو کې د سولې د ساتلو له سختې ازموینې سره مخامخ دي.

د لیکنې د لیکوال په باور، سخت دریځي ډلې عموماً په ایډیالوژیو او ستراتیژیکو مسالو کې سره یو لاس وي، خو د هرې بلې سیاسي ډلې په شان دا ډول ډلې په خپل منځ کې سره ېشل شوي او فراکسینونه لري.

طالبان په تېرو شلو کلونو کې چې له امریکا او د افغانستان له حکومت سره جنګېدل، ظاهراً متحد ښکارېدل خو چې د دوی ګډ دښمن لاړ، پر کابل د څو اوونیو په واکمنۍ کې یې انشعابونه او اختلافات شدید شول.

د تېرې دوشنبې په ورځ د طالبانو په منځ کې پر یو بل د ډزو اوازې خپرې شوې او ادعا وشوه چې ملا عبدالغني برادر ویشتل شوی او له دې کبله نوموړی مجبوره شو چې پیغام خپور کړي او وښيي چې ژوندی دی.

ډیفینس پوسټ ورځپاڼې ته شنونکو ویلي چې اوس واک د ملابرادر په مشرۍ د کندهار او د سراج الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې ترمنځ وېشل شوی دی او هغه طالبان څنګ ته پرېښودل شوي چې د ایران له سپاه پاسداران سره نژدې وو.

د اسټرالیا د (لا پروب) پوهنتون د سیاسي چارو کاربوه نعمت الله ابراهیمي وايي، د طالبانو له لوري د پراخ بنسټه حکومت نه جوړول سبب کېږي چې نړیوال د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

ابراهیمي همدا راز یادونه کوي چې ایران یا روسیه به ممکن په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د خپلو نیابتي ډلو ملاتړ پیل کړي.

XS
SM
MD
LG