د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

فارن پاليسي: طالبانو بېرته د يرغمل نيولو کاروبار ته مخه کړې


يو شمېر طالب عسکر، انځور - ارشيف
يو شمېر طالب عسکر، انځور - ارشيف

فارن پالیسي مجله:

  • فارن پالیسي مجلې "طالبانو بېرته د یرغمل نیولو کاروبار ته مخه کړې" تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

د فارن پالیسي په لیکنه، طالبانو د خپلو ګټو لپاره خپل "زاړه چلند" یانې د نیول شویو بهرنیانیو تبادلې ته مخه کړې ده.

وړاندې په مطلب کې راغلي، اوس‌مهال طالبان په افغانستان کې د امریکایانو په ګډون اروپايان او نور بهرنیان په سیتماتیک ډول نیسي او وروسته یې د سیاسي ګټې لپاره تبادله کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په وروستیو کې ویلي وو چې، څو امریکايي وګړي د طالبانو بندیان دي.

د مجلې په وینا په نیولو شویو کسانو کې برېتانویان او پولنډیان هم شامل دي.

د فارن پالیسي مجلې په دې مقاله کې وړاندې راغلي، د ډېر شمېر لوېدیځوالو د نیول کېدو خبره چې شمېر یې ښايي تر دوولسو زیات وي، داسې مهال کېږي چې، د یرغمل نیولو خطرناکه ډيپلوماسي مخ پر زیاتېدو ده.

د لیکوالې په وینا دا داسې ډيپلوماسي ده چې یو هېواد د بل هېواد وګړي نیسي او بیا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پرې تجارت کوي – چې د لیکوالې په لیکنه د امریکا مخالفین دا کار کوي.

مجله په مارچ میاشت کې په روسیه کې د والسټریت ژورنال خبریال ایوان ګرشکوویچ نیولو ته په اشاره لیکي، دا خبریال امریکا ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی - هغه څه چې د بایډن ادارې رد کړي دي.

د مقالې د لیکوال په لیکنه، د طالبانو له‌خوا د داسې نیونو تر شا بېلابېلې موخې دي.

خپرونه وړاندې لیکي، ښايي طالبان غواړي چې په افغانستان کې د بهرنیانو شتون پای ته ورسوي او خپلو افراطي کړنو ته مخه کړي.

خو مجلې بیا د ځینو امنيتي سرچینو په حواله لیکلي، دوی فکر کوي طالبان له دې بندیانو څخه د تبادلې لپاره د ضمانت په توګه کار واخلي.

وروسته لولو چې ځینې، بیا په دې اند دي چې طالبان دغه بهرنیان د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو یا په ټوله کې د نړیوالو له‌خوا د طالبان حکومت د رسیمت پېژندلو لپاره کارول غواړي.

انډیپنډیټ ورځپاڼه:

  • له برېتانیا خپرېدونکې انډیپنډیټ ورځپانې بیا په کابل کې د برېتانیې په سفارت کې د نیپالي امنیتي کارکوونکو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

د ورځپانې په لیکنه کې راغلي، د برېتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ د نیپالي امنیتي ساتونکو د یوې ډلې د اخراج لړۍ ودروله چې په کابل کې يې د برېتانیا په سفارت کې د ساتونکو په توګه کار کاوه او د طالبانو له واکمنۍ وروسته برېتانیا ته انتقال شوي وو.

د نیپالي امینتي کارکوونکو دغه ډله هغه مهال له برېتانیا څخه د شړل کېدو له خطر سره مخامخ شوه چې په دوی کې لس کسان يې د مارچ میاشتي په ۲۷ مه پولیسو ونیول.

چارواکو ویلي، د نورو تحقیقاتو لپاره د دغو کسانو د ایستلو بهیر درول شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG