د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

سرچینه: ترکیې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو یو نوی ډیپلومات منلی


په ترکیه کې د افغانستان سفارت
په ترکیه کې د افغانستان سفارت

یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې چې ترکیې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت لپاره د محمدزبیر ودان په نوم د طالبانو یو نوی ډیپلومات منلی او د طالبانو دې استازي د سفارت د لومړي سکرتر په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

سرچینه چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې زیاته کړه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دغه ډیپلومات د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په په توګه خپل کار پیل کړی دی.

د سرچینې په حواله، دغه ډیپلومات ته په کابل کې د ترکیې سفارت ویزه ورکړې او هغه به یواځې په اقتصادي برخه کې فعالیت کوي.

سرچینې د طالبانو حکومت لخوا په ترکیه کې د دوو نورو ډیپلوماتانو د ګمارلو خبره رد کړه.

مخکې تر دې یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د طالبانو حکومت له زبیر ودان پرته دوه نور دیپلوماټان هم په ترکیه کې د افغانستان سفارت ته لېږلي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مخکې یو بل ډیپلومات هم په استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ ته هم ور معرفی کړی و.

سرچینه وایي چې اوس مهال د زبیر ودان په ګډون ۱۲ افغان ډیپلوماتان په انقره کې د افغانستان په سفارت کې کار کوي.

ترکیې هم د نورو هېوادونو په څېر تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو دوو طالب ډیپلوماتانو ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان په سفارت او کونسلګرۍ کې دنده ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د ړنګ شوي جمهوری نظام د وخت سفیر امین رامین په ترکیه کې د افغانستان د سفیر په توګه خپله دنده پرمخ وړي او یو شمېر پخواني ډيپلوماتان یې هم ترڅنګ کار کوي.

یو شمېر پخواني ډیپلوماتان او سیاسي شنونکي د ترکیې دولت د دې نوې پرېکړې په اړه بېلابېل نظرونه لري، خو ټول په دې ټکي سره سلا دي چې د ترکیې دا نوی ګام د طالبانو حکومت د په رسمیت پېژندلو په معنی نه دی.

د جمهوری نظام پر مهال په ناروې کې د افغانستان سفیره شکریه بارکزۍ وایي: "کوم تعامل چې اوسمهال طالبان په ډیپلوماتیک ماحول کې له نړۍ سره لري د هغه تعامل یوه برخه ده چې دوی د ډاکتر اشرف غني د دولت پر مهال هم له نړۍ سره درلود، مانا دا چې د دوی ترمنځ راکړه ورکړه موجوده وه. ان دا چې د مسکو په څېر بهرني سفرونه هم د طالبانو د رسمیت پېژندلو په مانا نه دي."

د جمهوری نظام پر مهال په ناروې کې د افغانستان سفیره شکریه بارکزۍ
د جمهوری نظام پر مهال په ناروې کې د افغانستان سفیره شکریه بارکزۍ

اغلې بارکزۍ زیاتوي، تر کومه چې دولتونو د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو په رسمیت پېژندل نه وي اعلان کړي، دا تعامل په رسمیت پېژندل نه شي ګڼل کېدای.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی سمیع یوسفزی وایي، که څه هم چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د رسولو لپاره په ګڼو هېوادونو کې یې ډیپلوماتان منل شوي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیع یوسفزی
د سیاسي چارو شنونکی سمیع یوسفزی

هغه وویل: "ترکیه غواړي چې د افغانانو ستونزې حل شي، له همدې امله یې اجازه ورکړې چې ډیپلوماتان یې هلته ورشي او د دواړو هیوادونو اړیکې ښې شي، پرته له دې چې طالبان په رسمیت وپېژندل شي."

دا په داسې حال کې ده چې په هند کې د افغانستان سفارت هم د یکشنبې په ورځ خپل فعالیت بند کړ خو ویلي چې په استثنایي ډول به ځینې بېړنۍ کونسلي چارې پر مخ بیایي.

په هند کې د افغانستان سفارت د شنبې په ورځ د دغې پرېکړې لامل د هند دولت مالي او ډیپلوماتیک نه ملاتړ او په افغانستان کې د مشروع حکومت نشتوالی په ګوته کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر څه موده مخکې ملت ته د دولت د حساب ورکونې په نوم یوه پروګرام ته ویلي وو چې اوسمهال دوی په ۱۵ هېوادونو کې ډیپلوماتان لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG