د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

اردوغان ته د طالبانو د رییس الوزرا د مبارکۍ پیغام غبرګونونه پارولي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له بریا وروسته له خپلو پلویانو مننه کړې چې ټاکنو کې یې برخه اخیستې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له بریا وروسته له خپلو پلویانو مننه کړې چې ټاکنو کې یې برخه اخیستې.

د طالبانو د حکومت له‌خوا د ترکیې د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته، ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د مبارکۍ پیغام له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته په خپله ټویټرپاڼه د رییس الوزرا محمد حسن اخند له قوله د مبارکۍ تر څنګ ولیکل: "هیله لري چې ترکیې هېواد ته چې په سیمه او نړۍ کې ځانګړی اهمیت لري لا قوت، ثبات او د دین خدمت ور په برخه کړي."

ملا محمد حسن اخند
ملا محمد حسن اخند

د طالبانو حکومت داسې مهال دا پیغام د ملا حسن اخند له قوله خپروي او هغه ته د رییس الوزرا خطاب کوي چې مولوي عبدالکبیر د هغه د کفیل په توګه دنده مخته وړي او د اصولو پر بنسټ، ملا محمد حسن اخند اوس کوم رسمي مقام نه‌لري.

له دې ورهاخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همدې پیغام ته په غبرګون کې د ټویټر یو شمېر کاروونکو بېلابېل نظرونو مطرح کړي دي.

د بېلګې په توګه د ټویټر یو کاروونکې نصرت‌الله وفا له طالبانو پوښتلي چې: "ستاسې انتخابات کله دي؟"

د خاموش په نوم د ټویټر بل کاروونکې بیا لیکلي: "په انتخاباتو کې بریالي کاندید ته مبارکۍ ورکوئ او خپله بیا انتخابات نه منئ."

ډېرو نورو هم ورته نظرونه شریک کړي او تر څنګ یې داسې مهال چې ملا حسن اخند اوس رسمي مقام نه‌لري او مولوي عبدالکبیر یې د کفیل په توګه پر ځای ټاکل شوی، د ملا حسن اخند له قوله د دې پیغام خپراوی له تمسخر ډک عمل بللی.

هاخوا د سیاسي مسایلو یو شمېر شنونکي وايي، طالبان خپله په ډیموکراټیکو پروسو او په ځانګړي ډول انتخاباتو باور نه‌لري، خو په نورو هېوادونو کې يې له ترسره کېدو هرکلی کوي.

د سیاسي مسایلو پوه شفیق همدرد ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو په خبرو او عمل کې روښانه توپیرونه لیدل کېږي.

د سیاسي مسایلو پوه شفیق همدرد
د سیاسي مسایلو پوه شفیق همدرد

نوموړی وايي: "ملتونه چې خپل سرنوشت له ټوپک پرته په سوله‌ییزه توګه ټاکي، دوی هم چې دا کار ستايي باید دې کار ته غاړه کېږدي او کوم اوسنی وضعیت چې افغانستان او افغانان ورسره مخ دی، دې حالت ته د پای ټکی کېږدي."

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج بیا وايي، په داسې حال کې چې ترکیه د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني، د دا ډول پیغام خپرول یې یو بې مفهومه عمل دی.

معارج وايي: "په ترکیه کې د نجونو تعلیم شته، ښځو ته د کار اجازه شته او د ډیموکراسۍ په رڼا کې ټاکنې هم کېږي او طالبان دا یو هم نه مني. په داسې یو حالت کې بیا د اسلامي هېواد په توګه د ټاکنو مبارکي خپل ځان کم راوستل او ځان ته د ناپوهه ترجیح ورکولو په معنا دي."

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو له حکومته د دې غبرګونونو په اړه نظر وپوښت، خو ځواب یې ورنه‌کړ.

خو مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د انتخاباتو په اړه ازادي راډیو ته ویلي وو چې اوسمهال د دې پروسې لپاره شرایط چمتو نه‌دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

طالبانو واک ته له بیا ځلي رسېدو وروسته، په ټول افغانستان کې په سیاسي فعالیتونو هم بندیز لګولی او ترڅنګ یې په خپل اوسني حکومت کې د نورو لوریو د ګډون لپاره هیڅ ګام نه‌دی پورته کړی.

طالبان خپل اوسنی حکومت هم سرپرست معرفي کوي، خو د یوه مشروع نظام د جوړېدو لپاره یې د تګلارې څه څرک نه لګېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG