د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

ترکيه کې د ولسمشرۍ او پارلمان انتخابات روان دي؛ ايا اردغان به واک کې پاتې شي؟


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او مېرمن یې د رایې ورکونې پر مهال
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او مېرمن یې د رایې ورکونې پر مهال

په ترکیه کې نن د ولسمشرۍ او پارلمان انتخابات روان دي.

دا انتخابات له دې کبله ډېر مهم دي چې په نتیجه کې به یې څرګنده شي چې له شلو کلونو وروسته رجب طیب اردوغان په واک کې پاتې کېږي او که نه.

د دغو انتخاباتو پایلې به نه یوازې د دغه هېواد، چې ۸۵ میلیونه نفوس او د ناټو غړیتوب لري، راتلونکی ولسمشر معلوم کړي بلکې د ترکیې په اقتصادي او سیاسي پالیسیو کې هم ښايي لوی بدلون راوړي.

نظرپوښتنې ښيي چې د اپوزیسیون د شپږو ګوندونو د ایتلاف مشر کمال قلیچدار اوغلو، تر خپل اصلي سیال یعنې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان یو څه وړاندې دی.

که هېڅ کاندید پنځوس سلنه رایې ترلاسه نه‌کړای شي، بل پړاو انتخابات به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ د مې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

۶۰ میلیونه او ۶۹۷ زره تنه ترکان د رایو په شرایطو برابر دي چې د هغو په منځ کې پنځوس اعشاریه ۶ ښځې دي.

دوه مخکښ کاندیدان پرون شنبې د خپل انتخاباتي کمپاین په وروستۍ ورځ دوو جلا سیمو ته لاړل چې په ترکیه کې یې د هغوی د سیاسي ګروهنې څرنګوالی يې ښوده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون مازیګر ایا صوفیې جومات ته لاړ او هلته یې د ماښام لمونځ ادا کړ، خو کمال قلیچدار اوغلو د اوسنۍ ترکیې د بنسټګر کمال اتاترک مقبرې ته لاړ.

د رای ورکولو مرکزونه د سهار په ۸ بجې پرانیستل شول چې د مازدیګر تر پنځو بجو به پرانیستي وي.

د ترکیې د انتخاباتو د قانون له مخې، د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اړه د شپې تر نهو بجو پورې اجازه نه‌شته چې څه وویل شي.

د شپې ناوخته به څرګنده شي چې د ترکیې د ولسمشرۍ انتخابات بل پړاو ته وځي او که نه.

د ترکیې کردان، چې د رای ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو شمېر یې د ۱۵ میلیونو او ۲۰ میلیونو ترمنځ دی، په نننیو انتخاباتو کې اساسي رول لري.

د ترکیې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره هم‌مهاله پارلماني انتخابات هم کېږي.

په پارلمان کې بری هم د دواړو ايتلافونو لپاره زیات اهمیت لري او که هر ايتلاف په پارلمان کې له درو برخو دوې برخې چوکۍ وګټلې په اساسي قانون کې د تعدیل امکان مومي.

د ترکیې پارلمان ۶۰۰ چوکۍ لري او د قانون د بدلون لپاره ۴۰۰ چوکیو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG