د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

د ترکیې د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې رایه اچونه روانه ده


په ترکیه کې د روانو ټاکنو له بهیره یو انځور
په ترکیه کې د روانو ټاکنو له بهیره یو انځور

په ترکیه کې د ولسمشرۍ په دویم-ځلي ټاکنو کې رایه اچونه روانه ده.

په ترکیه کې د رایې ورکولو مرکزونه نن پر ځايي وخت د سهار پر اتو بجو پرانیستل شول او خلکو د ولسمشرۍ په دویم ځلي ټاکنو کې رایه اچونه پیل کړه.

د دغو ټاکنو دوه کاندیدان اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه عمده سیال کمال قلیچدار اوغلو دي.

د فرانسې خبري اژانس په لیکنه، قلیچدار اوغلو نن د خپلې رایې تر کارونې وروسته له رایې ورکوونکو وغوښتل چې ځانونه له هغه رژیم چې ده 'مستبد' بللی، ازاد کړي.

بل لوري ته، رجب طیب اردوغان له خپلې مېرمنې سره په استانبول کې د خپلې رایې تر کارونې وروسته خلک وهڅول چې د ولسمشرۍ په دویم ځلي ټاکنو کې خپلې رایې وکاروي.

اردوغان وویل، دعا کوي چې دغه ټاکنې ترکیې او د ترکیې وګړو ته ګټورې تمامې شي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنې د مې میاشتې پر ۱۴مه، وشوې خو یو کاندید هم ونه توانېد اکثریت رایې وګټې، ځکه نو ټاکنې د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ دویم پړاو ته لاړې.

په ترکیه کې څه باندې څلورشپېته میلیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي.

د دغو ټاکنو دوه کاندیدان اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه عمده سیال کمال قلیچدار اوغلو دي.
د دغو ټاکنو دوه کاندیدان اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه عمده سیال کمال قلیچدار اوغلو دي.

یوه رایه ورکوونکي، علي سکراک نن رویټرز خبري اژانس ته وویل: "دا ټاکنې به زموږ ځوانانو او ملت لپاره وي. هیله من یو چې د هېواد وګړي مو سمه پرېکړه وکړي."

د ترکیې د ټاکنو ملي ادارې رئیس احمد ینیر ویلي چې د دویم ځلي ټاکنو نتیجې به د ټاکنو د لومړي پړاو پر تله ژر اعلان شي، ځکه د ده په وینا دا وار یوازې دوه کاندیدان دي چې د رایو شمېرل به لږ وخت ونیسي. هغه ونه ویل چې وروستي نتایج به کله اعلانېږي.

XS
SM
MD
LG