د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

په هند کې د 'سید جمال‌الدین افغان' په نوم د افغان کډوالو ښوونځی تړل شوی


ارشیف: په هند کې د سیدجمال الدین افغان ښوونځي زده کوونکي
ارشیف: په هند کې د سیدجمال الدین افغان ښوونځي زده کوونکي

د هند په پلازمېنه کې د سید جمال‌الدین افغان په نوم د افغان کډوالو یو ښوونځی د مالي ملاتړ د نشتوالي په خاطر تړل شوی دی.

د سید جمال‌الدین افغان ښوونځی په بهوګل کې چې د هند د پلازمېنې ډیلي په زړه کې موقعیت لري، له اوږدې مودې راهیسې د بهر مېشتو افغانانو لپاره د هیلو څراغ و.

دا ښوونځی په ۱۹۹۴ کې تاسیس شوی و او په یو وخت په کې څه باندې دوو سوو افغان کډوال زده کونکو له لومړي تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کولې.

د کلونو لپاره د افغان کډوالو ماشومانو دا یوازېنی ښوونځي د افغان حکومت له‌خوا تموېلېده، چې د ښوونځي کرایه، د ښوونکو معاشونه او نور مصارف په کې شاملېږي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د جمهوري نظام له نسکورېدو او واک ته د طالبانو په راتګ سره د دغه ښوونځي مالي ملاتړ بند شو.

ارشیف: په نوې ډیلي کې د سیدجمال الدین د ښوونځي نجونې زده کوونکې
ارشیف: په نوې ډیلي کې د سیدجمال الدین د ښوونځي نجونې زده کوونکې

د ښوونځي اجرايیه مدیر عمري له یوه افغان یوټيوبر سره چې د دغه ښوونځي د تړل کېدو په اړه یې راپور جوړ کړی په خبرو کې زیاته کړې: "موږ ټول متاثره شوو چې ولې دې حالت ته راورسېدو. زموږ سفارت موږ سره همکاري نه دې کړې. موږ سفارت دې حالت ته ورسولو. که موږ پوهېدلو چې سفارت موږ سره همکاري نه کوي له کومې بلې مرجعې یا خیریه بنسټه به مو مرسته غوښتلې وای او خپل مکتب مو تړلو ته نه پرېښودو. نو اوس څه وکړو چې څه مو په وس پوره نه دي په تللو اوبو پسې څوک بېل نه شي اخیستی."

په هند کې د افغانستان سفارت د اکټوبر له لومړۍ خپل کارونه درولي او یواځې د هند په ځینو ښارونو کې د افغانستان قونسلګرۍ فعاله پاتې دي.

اندېښنه دا ده چې دا افغان کډوال زده کوونکي ښايي له دې وروسته له زده کړو محرومه شي ځکه هندي ښوونځیو ته د ژبې د خنډونو په خاطر نه شي تللی او د خصوصي ښوونځیو فیسونه هم ډېر لوړ دي.

محبوبه نور، چې له شاوخوا پنځو کلونو یې په دې ښوونځي کې تدریس کړی وايي، له دې سخته کړېږي چې د افغان کډوالو زده کوونکو په مخ دا ښوونځی تړل کېږي.

ارشیف: په نوې ډیلي کې د سیدجمال الدین ښوونځي یو ټولګی
ارشیف: په نوې ډیلي کې د سیدجمال الدین ښوونځي یو ټولګی

هغه زیاتوي: "تقریباً شپږ میاشتې وشوې چې موږ معاشونه نه دي اخیستي. نن د یوې ښځينه معلمې په توګه سخته دردېږم. ځکه ما دلته ډېر خدمت کړی دی ښوونځي کې. کله چې زموږ واړه ماشومانو وطنۍ ترانې ویلې. یوازېنی نوم او نښان چې موږ درلود د سیدجمال‌الدین افغان ښوونځی وو. ماته ډېر دردناکه ده چې دا ښوونځی تړلو او فکر کوم چې بیا له خپل وطنه کډوالېږم."

هندي چارواکو که څه هم د راپورونو له مخې د افغانستان د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته د څه وخت لپاره د مکتب مصارف ورکول، خو اوس یې د تړل کېدو په تړاو څه تبصره نه ده کړې.

هند تر پاکستان او ایران وروسته د ګڼو افغان کډوالو کوربه دی.

په تېره بیا هغه کډوال چې له کلونو راهیسې یې د ملګرو ملتونو له لارې امریکا، کاناډا،اسټرالیا او ځینو اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ لپاره د پناه غوښتنلیکونه سپارلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG