د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

په هندوستان کې د افغانستان سفارت: د غیر معمولي شرایطو له امله نور فعالیت نه شو کولی


د افغانستان او هندوستان بیرغونه - ارشیف
د افغانستان او هندوستان بیرغونه - ارشیف

پر افغانستان د طالبانو له څه باندې دوه کلنې واکمنۍ وروسته، په هند کې د افغانستان سفارت ، دوی د غیر معمولي شرایطو له امله د روانې میاشتې تر پایه د خپلو ټولو فعالیتونو د درولو اعلان کړی.

په هند کې د افغانستان د سفارت یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په دې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته د هغه لیک یوه کاپي واستوله، چې د سفارت لخوا د هندوستان بهرنیو چارو وزارت ته استول شوې او د فعالیتونو د ودرولو خبره پکې شوې.

په دې لیک کې، چې د روانې میاشتې په ۲۵مه نیټه د افغانستان سفارت لخوا د هند د بهرنیو چارو وزارت ته لیږل شوی راغلي، چې د افغانستان سفارت د ډیپلوماټيک او سیستماتیک ملاتړ د نشتوالي له امله ونشو کولای خپل نورمال فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په لیک کې دا هم راغلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د یاد سفارت څو غوښتنلیکونه رد کړي چې د مرستې او همدارنګه د شاوخوا 3,000 افغان محصلینو لپاره چې له 2021 څخه وروسته یې غوښتل هند ته سفر وکړي، د ویزې غوښتنه شوې وه، خو په دې برخه کې هېڅ ملاتړ ترې نه دی شوی.

دا لیک، په هند کې د افغانستان د سفیر، فرید ماموندزي لخوا چې د تیر جمهوري نظام لخوا ټاکل شوی و او ویل کیږي اوسمهال په لندن کې دی، نه دی لاسلیک شوی.

په هندوستان کې د افغانستان وروستنی سفیر، فرید ماموندزی - ارشیف
په هندوستان کې د افغانستان وروستنی سفیر، فرید ماموندزی - ارشیف

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه ښاغلي ماموندزي او د سفارت نورو سرچینو سره وغږیږو، خو د دې راپور تر خپریدو مو ځواب ترلاسه نه کړ.

یوې هندي رسنۍ « THE HINDU»، د دې موضوع په اړه د يوه راپور په خپرولو سره لیکلي، که څه هم د هند د بهرنیو چارو وزارت د دې لیک په اړه راپورونو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې، خو یادې رسنۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې په حواله لیکلي، دا موضوع په داسې حال کې څیړل کیږي چې د افغانستان د سفارت سفیر او ډیپلوماټان یې د راپورونو له مخې په درېیمو هیوادونو کې دي.

په مسکو کې د افغانستان پخوانی ډیپلوماټ، غوث جانباز ازادي راډيو ته وویل، چې په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته په ډېرو هیوادو کې د افغانستان سفارتونو کې ګډوډۍ رامنځته شوي.

نوموړی وایي:

" نوې ډهلي له طالبانو سره کومه اړیکه نلري او اوسمهال د افغانستان د واکمنو په اړه د یوه موقف په لټه دی. وضعیت معقول نه دی، سیاسي اړیکې شتون نلري او زموږ د سفارت کار په ټپه ولاړ دی."

د افغانستان یو پخوانی سفیر او د سیاسي چارو شنونکی، عزیز معارج ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل چې د افغانستان سفارت د فعالیتونو درول سیاسي اړخونه لري.

نوموړی وایي:

" په ډهلي کې د افغانستان سفارت بندول، سیاسي ابعاد لري ځکه چې هندوستان نه غواړي د افغانستان اوسني وضعیت لپاره یو لوری واقع شي هرکله بې طرفه اوسیږي. ځکه دوی یو سیاسي لاره غوره کړه، څو سفارت وتړل شي او د افغانستان کورنۍ ستونزې حل شي. هند مېشت افغانان به له ستونزو سره مخ شي."

په هندوستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف
په هندوستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

په نوې ډهلۍ کې یو شمېر افغان کډوال د افغانستان د سفارت د بندیدو په اړه اندېښمن دي.

افغان کډوال، محمد عرفان فقیري وايي چې د دې خبر له اوریدو وروسته ډير اندیښمن دی.

فقیري ازادي راډیو ته وویل:

" زما ویزه او پاسپورت یواځې دوه میاشتې وخت لري، او دوی موږ ته هیڅ معلومات نه دي راکړي چې څنګه یې تمدیدولای شوو، دا یوه ډېره لویه ستونزه ده، ځکه زموږ د افغانانو یواځې همدا یوه استازولي وه اوس هیڅ استازولي نلرو، د افغانستان وضعیت هم ښه نه دی چې بیرته ولاړ شو."

د خلکو د اندېښنو او د سفارت د بندیدود خبرد کره والي په اړه مو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، حافظ ضیا احمد تکل هم وپوښت خو هغه زموږ پوښتنې ځواب نکړې.

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت په داسې حال کې د خپلو فعالیتونو د درولو خبر ورکړی، چې د راپورونو له مخې د روان میلادي کال په اپریل او مۍ میاشت کې د طالبانو حکومت د فرید ماموندزي پر ځای یو شارژدافیر ټاکلی و، خو وروسته بیا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په مشرتابه کې یې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG