د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

هند کې د افغان سفارت تړل کیدل؛ هند مېشتي یې ستونزو سره مخ کړي


په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه
په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه

داسې ښکاري چې په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت له تړل کېدو وروسته په هند کې مېشت افغانان له ستونزو سره مخ دي.

یو شمېر یې ادعا کوي چې د پاسپورټونو په نوي کولو، د تحصیلي اسنادو په تایید، د واده او زېږون کارتونو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي او سفارت هم قونسلي خدمتونه بند کړي دي.

په هند کې د دوکتورا محصل ظهور صحبتي ازادي راډیو ته وویل، سفارت ته د پاسپورټ د نوي کولو او د خپلې لور د زېږون کارت اخیستو لپاره تللی و، خو د سفارت دروازه تړل شوې وه.

هغه زیاتوي:

"پرون سفارت ته لاړم، د سفارت دروازه تړل شوې وه. هغوی وویل چې سفارت د اکتوبر له لومړۍ نېټې راهیسې په بشپړه توګه تړلی دی او کوم قونسلي خدمات نه وړاندې کوي."

په پنجاب ایالت کې یو بل افغان محصل شکرالله وايي چې پاسپورت یې لږ اعتبار لري او اوس چې یوازې په ممبۍ او حیدراباد کې د افغانستان قونسلګرۍ فعالې دي، دې ښارونو ته د تګ لپاره پیسې نه‌لري.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"زما د پاسپورټ وخت په تېرېدو دی او زه اړتیا لرم چې خپل پاسپورټ نوی کړم. کله چې سفارت ته لاړم، دروازه تړلې وه. د يو محصل لپاره د هند له شمال څخه سوېل ته سفر کول ډېر لګښت غواړي، چې خپل پاسپورټ د ممبۍ او حیدراباد کې په قونسلګریو کې تمديد کړي."

يادو محصلانو په دغه سفارت کې د افغانستان د پخواني نظام له ډیپلوماتانو غوښتي چې قونسلګري دې فعاله کړي، څو د دوی او په هند کې د مېشتو نورو افغانانو ستونزې هوارې شي.

په هندوستان کې د سید جمال الدین افغان ښوونځي زده کوونکي - دا ښوونځی هم تړل شوی
په هندوستان کې د سید جمال الدین افغان ښوونځي زده کوونکي - دا ښوونځی هم تړل شوی

په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت دويم سکرتر موسى نعيمي چې اوس ځان د دغه سفارت شارژدافير بولي، ادعا کوي چې د سفارت له تړل کېدو سره سره دوى عاجل قونسلي خدمات وړاندې کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، د پخواني جمهوري ریاست ډیپلوماتان په هند کې دي، خو دا سفارت د طالبانو له حکومت سره په اړيکه کې نه‌دی او له همدې امله د محصلانو د اسنادو تاييدول ممکن نه‌دي.

ښاغلي نعیمي د هند د بهرنیو چارو وزارت د هغې ادعا په اړه چې ویلي یې دي، سفارت خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، وویل چې په دې برخه کې د دوی خبرې بې پایلې وې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په شپږمه اعلان وکړ چې هند په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفارت سره مرستو ته دوام ورکوي او له دغه سفارت او قونسلګریو سره په تماس کې دی.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د سپټمبر میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې د کوربه هېواد له‌خوا د کافي ملاتړ د نشتوالي، د افغانستان د ګټو د تامین په برخه کې د تمې د نه پوره کېدو، د سرچينو او پرسونل د کموالي له امله به د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ياد سفارت فعالیتونه ودرول شي، خو په ممبي او حيدراباد کې به قونسلي خدمات وړاندې کېږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنېدو وروسته هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی او طالبانو ته په ځینو ګاونډیو او سیمه کې د افغان سفارتونو له سپارلو سره سره د افغانستان ځینې سفارتونه او سیاسي ادارې د پخواني جمهوري نظام د ډیپلوماټانو له‌خوا اداره کیږي.

په وروستیو دوو کلونو کې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د افغانستان لومړنۍ سیاسي نمایندګي ده چې د خپلو فعالیتونو د ځنډولو خبر ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG