د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

د ایران د پارلمان مشر: داعش د کرمان برید له افغان خاورې پلان کړی و


د کرمان پېښې یو شمېر قربانیان
د کرمان پېښې یو شمېر قربانیان

په داسې حال کې چې د ایران امنیتي ادارو نه دي ویلي چې د کرمان وروستۍ پېښه په کوم هېواد کې پلان شوې وه، خو د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وايي، د دې پېښې رېښې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت دی چې غواړي د افغانستان ګاونډي هېوادونه نا امنه کړي.

محمد باقر قالیباف دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په تهران کې د تاجکستان د پارلمان له مشر رستم امام علي سره په لیدنه کې کړې دي.

د تاجکستان د پارلمان مشر هم ویلي دي چې د ګاونډي هېواد په توګه د افغانستان وضعېت ورته د اندېښنې وړ دی او دا حالت د ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولنې په مختلفو قشرونو ناوړه اغېزې کولای شي.

د ایران او تاجکستان د پارلمان مشرانو په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت په جوړېدو ټینګار کړی او ویلي دي چې د ټولو قومونو او سیاسي خوځښتونه له ګډون پرته طالبان یو ثابت دولت نه شي جوړولی.

طالب چارواکي په پرله پسې ډول په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو ادعا لري
طالب چارواکي په پرله پسې ډول په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو ادعا لري

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران او تاجکستان د پارلمان د مشرانو د څرګندونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو ښاغلې مجاهد مخکې ویلي و چې داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده .

ګڼو نورو طالب چارواکو په ځلونو په خپلو ویناو کې ویلي دي چې هېڅ ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د امنیتي چارو کارپوه اسحاق اتمر بیا وايي، که څه هم دا تضمین څوک نه شي ورکولی چې داعش ډلې دې په افغانستان او سیمه کې له منځه تللې وې خو زیاتوي چې یوازې افغانستان ته ګوته نیول هم د مسلې حل نه دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"داعش یوه افغاني پدیده نه ده او دا ډله اوس په سیمه کې ډېر هېوادونه ګواښي، څو ورځې مخکې یې په کابل کې هم برید وکړ، دا چې یوازې افغانستان په دې مسله کې مسول وګڼل شي، دا هم ناروا خبره ده، ځکه افغانستان هم د داعش له کړنو ځورېږي او قرباني ورکوي."

په تېر جمهوري حکومت کې د وسلوالو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری وايي، که څه هم اوس افغانستان ته ګوته نیول کېږي چې د ترهګرو ځالې په کې دي، خو نوموړی زیاتوي چې په تېرو کلونو کې ډېرې ترهګرې ډلې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې وې او هملته پالل کېدې چې اوس هم دا ډلې فعالېت کوي.

اجمل عمر شینواری: په تېرو کلونو کې ډېرې ترهګرې ډلې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې وې
اجمل عمر شینواری: په تېرو کلونو کې ډېرې ترهګرې ډلې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې وې

ښاغلي شینواري ازادي راډيو ته وویل:

"د ترهګرو کومې ډلې چې دي، که داعش دی یا هم نورې نړۍوالې او سیمه ایزې ډلې دي، دا وړې ډلې نه دي، دوی په نړۍواله سطحه فعالېت کوي، خپله د پاکستان او ایران چارواکي هم په کې ښکېل دي، په پټه او ښکاره یې له دغو ډلو ملاتړ کړی او کوي یې او د خپلو سیاسي مقاصد او ستراتيژیکو اهدافو لپاره یې کاروي."

په کرمان کې له خونړيو بریدونو دوه ورځې وروسته رویټرز خبري اژانس له موضوع څخه د دوو باخبرو سرچینو په حواله لیکلي و چې د متحدو ایالتونو استخبارات تاییدوي چې دا بریدونه د داعش ډلې خراسان څانګې کړي خو د طالبانو ویاند له رسنیو په خبرو کې ویلي چې داعش ډله یې ځپلې ده او په افغانستان کې پټنځایونه نه لري.

ایراني چارواکو د جنورۍ په ۷مه نېټه ویلي وو چې د کرمان په چاودنو کې د لاس لرلو په تور یې ۳۲ کسان نیولي دي.

د دې هېواد چارواکو د لومړني برید مسول یو تاجکستانی تبعه بللی و خو دویم برید د مسول په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د ایران د کرمان ولایت په دوو بریدونو کې چې مسولیت یې داعش ډلې ومانه، د ۱۴ افغانانو په ګډون ۹۱ تنه په کې ووژل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG