د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

ایراني چارواکو د کرمان خونړۍ پېښه کې د لاس لرلو په تور ۳۲ کسان نیولي


په هغو بریدونو کې چې د جنوري ۳مه د ایران د قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلېماني د مړینې د څلورم تلین پر مهال وشول، لږ تر لږه ۹۱ کسان ووژل شول. د ټپیانو شمېر شاوخوا ۲۸۰ تنه ښودل شوی دی.
په هغو بریدونو کې چې د جنوري ۳مه د ایران د قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلېماني د مړینې د څلورم تلین پر مهال وشول، لږ تر لږه ۹۱ کسان ووژل شول. د ټپیانو شمېر شاوخوا ۲۸۰ تنه ښودل شوی دی.

ایراني چارواکو په کرمان ولایت کې د چهارشنبې د ورځې په چاودنو کې د لاس لرلو په تور ۳۲ کسان نیولي دي.

ایراني چارواکي وايي، په سویل ختیځ ولایت کرمان کې د چهارشنبې په ورځ جنوري ۳مه د چاودنو ټول مسوول کسان نیول شوي دي.

ایرنا خبري اژانس پرون د جنورۍ ۷مه د کرمان د لوی څارنوال مهدي بخشي له قوله راپور ورکړ چې ټول ۳۲ شکمن کسان نیول شوي او له هغوی څخه تحقیقات دوام لري.

تر دې مخکې د ایران استخباراتي ادارو د جمعې په ورځ د څو مشکوکو کسانو د نیولو اعلان وکړ.

په راپورونو کې د ایراني چارواکو په حواله ویل شوي چې په کرمان کې له بریدونو وروسته شپاړس بمونه هم کشف شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې داعش وسله‌والو په کرمان کې د تېرې اوونۍ بریدونو مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې دغه بریدونه دوو ځانمرګو بریدګرو ترسره کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي استخباراتي سرچینو په حواله چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم واخیستل شي، ویلي چې د امریکا د موندنو پر بنسټ په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د کرمان د چاودنو مسوولیت په غاړه درلود.

داعش د دې پېښې مسوولیت منلی، خو جزییات یې نه دي ورکړي چې د کرمان د بریدونو تر شا د دې ډلې خراسان څانګه وه.

په هغو بریدونو کې چې د چهارشنبې په ورځ جنوري ۳مه د ایران د قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلېماني د مړینې د څلورم تلین پر مهال وشول، لږ تر لږه ۹۱ کسان ووژل شول. د ټپیانو شمېر شاوخوا ۲۸۰ تنه ښودل شوی دی.

په راپورونو کې د ایراني چارواکو له قوله ویل شوي چې په تېرو څو میاشتو کې په هغه هېواد کې د داعش اړوند ۲۳ مشکوک کسان نیول شوي او تر ۶۰ ډېر بمونه هم کشف شوي دي.

ایراني چارواکو په کرمان کې د چهارشنبې د ورځې د برید یو عامل د تاجکستان تبعه بللی، خو د دویمې حملې د مسوول په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

په ایران کې له ځانمرګو بریدونو درې ورځې وروسته داعش ډلې ادعا وکړه چې د کابل د دشت برچي په شیعه مېشته سیمه کې یې په یوه چاودنه کې ۵ تنه وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د کابل دشت برچي کې د وروستۍ چاودنې له کبله ۵ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د کابل دشت برچي کې د وروستۍ چاودنې له کبله ۵ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته امنیتي پېښې کمې شوې، خو داعش په تېرو دوو کلونو کې د څو مرګونو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې شیعه او نور مذهبي اقلیتونه یې په نښه کړي دي.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو مدافعانو تل په افغانستان کې د دا ډول بریدونو پر رامنځته کېدو اندېښنه ښودلې او د لږکیو په تېره بیا د شیعه ګانو د خوندیتوب او د هغوی پر وړاندې د خونړیو پېښو د مسوولانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG