د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د هبت‌الله او فضل‌الرحمان لیدنه؛ رسنۍ: د ټي‌ټي‌پي د کنټرول او د داعش پر له منځه وړلو خبرې شوي


د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان
د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان

یو شمېر پاکستاني رسنۍ وايي، په کندهار کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده او د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند د مشر ملا فضل الرحمان ترمنځ په لیدنه کې د ټي‌ټي‌پي د کنټرول او د داعش د خراسان څانګې پر له منځه وړلو خبرې شوي دي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو له دې ډلې ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې په کندهار کې د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت الله اخندزاده او د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند د مشر ملا فضل الرحمان د لیدنې خبر ورکړی او جزییات یې خپاره کړي دي.

دغه ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې په دې لیدنه کې د طالبانو له لوري د تحریک طالبان پاکستان د غړو د کنترول د هڅو ډاډ ورکړل شوی دی.

د ورځپاڼې د راپور پر بنسټ ملاهبت الله اخندزاده بیا د داعش خراسان څانګې د وسله‌والو په ځپلو او له‌منځه وړولو کې د اسلام اباد همکاري غوښتې، هغه وسله‌واله ډله چې د کابل په ګډون یې په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر خونړیو چاودونو مسوولیت منلی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده

ایکسپریس ټریبون لیکلي چې د پاکستان او ټي ټي پی ترمنځ رسمي یا اناعلان شوی لنډ مهاله اوربند، له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو په ویستلو کې نرمي، د چمن سپین بولدک ترمنځ د تګ راتګ لپاره د ویزې شرط لیرې کول او د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو بیا پیلېدل نور هغه مسایل دي چې د ملا هبت الله او ملا فضل الرحمان ترمنځ په لیدنه کې پرې ټینګار شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې په دې لیدنه کې ملا فضل الرحمان ژمنه کړې چې د کابل غوښتنې به په اسلام اباد کې له اړوند لوریو سره شریکوي، خو په پاکستان کې یې په سوله ییزو انتخاباتو ټینګار کړی دی.

د ایکسپرېس ټریبیون د راپور پر بنسټ چې ملا فضل الرحمان کندهار ته د پاکستان له څرګند پیغام سره چې طالبان دې د ټي ټي پي او اسلام اباد تر منځ یو وټاکي، تللی دی.

د طالبانو حکومت په رسمي ډول تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا تاييدوي چې مولانا فضل‌الرحمان په کندهار د طالبانو له مشر ملاهبت الله اخندزاده سره لیدلي دي.

سیداکبراغا: داسې معلومېږي چې خبرو ښه نتیجه ورکړې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ ترخې شوې اړیکې به بېرته سمې شي.

سید اکبراغا ازادي راډيو ته وویل: "هو مولانا صیب 'فضل الرحمان' له شیخ صیب 'هبت الله' سره لیدلي دي. دا پلاوی به نن بېرته پاکستان ته ستنېږي، دوی له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې مطمئن ښکارېدل او داسې معلومېږي چې خبرو ښه نتیجه ورکړې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ ترخې شوې اړیکې به بېرته سمې شي."

د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ ظاهراً د اړیکو د رغولو په هدف مولانا فضل‌الرحمان د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د طالبانو حکومت په رسمي بلنه کابل ته سفر وکړو چې نن پای ته ورسېده.

د پاکستان د جمیت علما اسلام ګوند په یو بیان کې چې نن یې په رسمي ایکس پاڼه خپور شوی ویلي چې مولانا فضل‌الرحمان ددې سفر په لړ کې د طالبانو د حکومت له ګڼو لوړ پوړو چارواکو سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو یې ورسره خبرې او بحثونه کړي دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ تېره ورځ په خپله اوونیزه خبري ناسته کې افغانستان ته د مولانا فضل‌الرحمان سفر شخصي وباله او له ټي ټي پي سره د خبرو بیا پیلېدل یې رد کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ

اغلې بلوچ یو وار بیا ټینګار وکړو چې د طالبانو حکومت دې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد عملي اقدامات وکړي.

هغې زیاته کړه: "پاکستان له 'ټي ټي پي' سره چې په پاکستان کې دننه د ګڼو تروریستي پېښو مسوول دی د خبرو لپاره لېواله نه دی. له افغان چارواکو مو غوښتنې پر خپل ځای دي، یوځل بیا غواړو چې د ټي ټي پي د مشرانو په ګډون په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې اغېزمن ګامونه پورته کړي."

ارشیف: د ټي ټي پي وسله وال غړي
ارشیف: د ټي ټي پي وسله وال غړي

پاکستان په وار وار ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې فعاله ده او په پاکستان کې بریدونه کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ادعا رد کړې ده.

د طالبانو حکومت د پاکستان ناامني د دې هېواد کورنۍ مسئله بللې او ویلي یې دي چې اسلام اباد دې د خپلې ناامنۍ ریښې په خپل هېواد کې ولټوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG