د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د ملا هبت الله د لیدو په هیله کندهار ته د ملا فضل الرحمن سفر


ملا فضل الرحمن د افغانستان په ارګ کې
ملا فضل الرحمن د افغانستان په ارګ کې

ازادي راډیو ته په کندهار کې د طالبانو د مشرتابه له دفتره یوې باوري سرچینې یواځې دومره تایید کړې چې ملا فضل الرحمن کندهار ته ورغلی دی.

سرچینو بیا په دې اړه چوپتیا غوره کړې چې ملا فضل الرحمن د طالبانو له رهبر ملا هبت الله اخندزاده سره کتلي که څنګه؟

یو شمېر رسنیو له هغې ډلې جیونیوز، بي بي سي پښتو او طلوع نیوز بیا تایید کړې چې د دوی د منابعو په اساس فضل الرحمن د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره کتلي دي.

د ملا فضل الرحمن او ملا هبت الله د لیدنې په اړه تر اوسه د طالبانو حکومت یا د جمعیت علمای اسلام ګوند چارواکو رسماً رسنیو ته څه نه دي ویلي.

که د ملا فضل الرحمن او شېخ هبت الله تر منځ لیدنه شوې وي، فضل الرحمن به ښایي لومړنی پاکستانی مذهبي – سیاسي مشر وي چې د طالبانو له رهبر سره ګوري.

ملا فضل الرحمن افغانستان ته تر سفر مخکې په خپله د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په مرکه کې په ډاډ ویلي وو چې د طالبانو له مشر سره به ګوري.

مولانا فضل الرحمان: په افغانستان کې د طالبانو مشر سره ملاقات کوم (azadiradio.com)

هغه زیاته کړې وه:

" واضح خبره ده چې د دوی دعوتنامه د هغوی ( د طالبانو د رهبر) په اجازت باندې راغلې ده. او اصل (واک) هم د هغوی د مشر دی. نو خامخا به (ملاقات) وي..انشاالله"

د ملا فضل الرحمن او د طالبانو د رهبر ملا هبت الله اخندزاده تر منځ د لیدنې نور جزییات نه دي رسنیز شوي.

د طالبانو رهبر چې د راپورونو له مخې، په کندهار کې دېره دی او د طالبانو د حکومت د رهبرۍ چارې او پرېکړې له هماغه ځایه مخته وړي ډېر کم له بهرنیو چارواکو سره لیدلي.

لومړی وار د ۲۰۲۳ کال د مې په وروستیو کې رویټرز راپور ورکړ چې د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په کندهار کې د طالبانو له رهبر سره په پټه لیدلي.

ملا فضل الرحمن د یکشنبې په ورځ د افغانستان پلازمېنې کابل ته سفر کړی و او هلته یې د طالبانو د کابینې له یو شمېر غړو سره ولیدل.

هغه ویلي وو چې کابل ته تر سفر مخکې یې د پاکستان له ټولو چارواکو سره لیدلي او د پاکستان د حکومت دریځ او غوښتنې به د طالبانو له مشرتابه سره شریکوي.

د پاکستان حکومتي چارواکو او پوځ په وار وار دا ادعا کړې چې د پاکستان په خاوره کې بریدونه هغه وسله وال کوي چې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

دوی د طالبانو له حکومت غوښتي چې د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو په وړاندې له دوی سره همکاري وکړي.

طالبانو بیا دا تورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخیستل کېږي.

ملا فضل الرحمن د طالبانو د رئیس الوزا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره
ملا فضل الرحمن د طالبانو د رئیس الوزا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره

ملا فضل الرحمن د همدغو لانجو په اوج کې کابل ته سفر وکړ او ډاډ یې وښود چې غواړي د اړیکو د ښه والي په برخه کې له خپل نفوذه په استفادې رول ولوبوي.

په کابل کې د ملا فضل الرحمن او طالب لوړپوړو چارواکو تر منځ تر ډېره د اړیکو په ښه والي او دا چې له افغان خاورې به پاکستان ته کوم ګواښ نه پېښیږي بحثونه وشول.

د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند له ملا فضل الرحمن سره په خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړی و چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کاریږي.

فضل الرحمن له پاکستانه د لکونه افغان کډوالو د جبري ایستلو د پروسې پر مهال افغانستان ته تللی دی.

د افغانانو د جبري ایستلو په باب د طالبانو رئیس الوزرا له ملا فضل الرحمن سره په لیدنه کې کلکې نیوکې کړې وې او ویلي یې و چې له افغانانو سره د ده په ټکو، د پاکستان ظالمانه چلند به لا مخالفتونه او ستونزې زیاتې کړي.

ملا فضل الرحمن هغه وخت ویلي وو چې دی او ګوند یې د افغانانو د جبري ایستلو په مخالفتونه خپل غږ پورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG