د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

مولانا فضل الرحمن: افغانستان ته له پاکستان سره د دغه هېواد د اړیکو ښه کولو لپاره په سفر ځم


 د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن
 د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر وايي افغانستان ته په سفر کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د سمولو هڅه کوي.

مولانا فضل الرحمن به د تمې سره سم راتلونکو څو ورځو کې افغانستان ته ولاړ شي.

هغه د ازادي راډيو له مشال څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا کندهار ته هم ځي څو له ملا هیبت الله سره وګوري؟ تایید کړه چې خامخا به د طالبانو له مشر سره ګوري.

مولانا فضل الرحمان وایي:

" واضح خبره ده چې د دوی دعوتنامه د هغوی ( د طالبانو د رهبر) په اجازت باندې راغلې ده. او اصل (واک) هم د هغوی د مشر دی. نو خامخا به (ملاقات) وي..انشاالله"

مولانا فضل الرحمن داسې وخت افغانستان ته د اړیکو د سمولو په نیت سفر کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ اړیکې د خرابېدو خواته روانې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مشر، ملا هبت الله
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مشر، ملا هبت الله

پاکستاني چارواکي هلته د بریدونو پړه په تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلیو ډلو اچوي او تور لګوي چې د پاکستان اکثر مخالفې وسله والې ډلې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

دا تور طالبانو په کلکه رد کړی دی او ویلي یې دي اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې بل چاته ګواښ پېښ شي.

مولانا فضل الرحمن وویل چې د تحریک طالبان پاکستان په تړاو به له طالبانو سره ضمني خبرې ولري.

فضل الرحمن چې تل د پاکستان حکومت په تېره پوځي تشکیلاتو ته نږدې بلل شوی په خپلو خبرو کې تایید کړه له دې سفر مخکې یې له ټولو پاکستاني واکمنو چارواکو سره لیدلي او د هغوی دریځ او غوښتنې له طالبانو سره شریکوي.

هغه وایي:

"سفر خو د جمعیت په حواله څه معنی نه لري تر څو چې موږ د پاکستان او د افغانستان د هېوادونو مفاد او مصالح مخته ونه ساتو. په دې تړاو ما د پاکستان واکمنو خلکو سره اړیکې نیولي. له بهرنیو چارو وزارت، د هېواد حکمرانان، ټول حکومت ما سره په رابطه کې دي. پرون وزارت خارجه کې د پاکستان چې څه موقف او غوښتنې دي هغه یې ټول په تفصیل سره ماته واضح کړل."

مولانا فضل الرحمن که څه هم خپل سفر مهم وباله خو ټينګار یې وکړ چې د اړیکو ښه والی او د وضعیت د لا ترینګلتیا مخنیوی د دواړو هېوادونو په ارادو پورې تړلې خبره ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ ویلي وو چې د اړیکو د ښه کولو او د نږدېوالي لپاره د مولانا فضل الرحمن د سفر هرکلی کوي.

پاکستان ادعا لري چې پاکستاني طالبان له افغان خاورې خپل بریدونه سمبالوي، خو د افغانستان واکمن طالبان یې ادعا ردوي
پاکستان ادعا لري چې پاکستاني طالبان له افغان خاورې خپل بریدونه سمبالوي، خو د افغانستان واکمن طالبان یې ادعا ردوي

اخوا د پاکستان د خیبرپښتونخوا والي غلام علي ویلي چې سوکاله او امن افغانستان د پاکستان او ټولې سیمې په ګټه دی.

د راډيو پاکستان د بیان له مخې، غلام علي د جمعې په ورځ په پېښور کې د افغان پوهنتونو له یو شمېر غړیو سره په لیدنه کې زیاته کړې چې ترهګرۍ د افغانستان خلک سخت اغېزمن کړي دي.

د امریکا د سولې انستیتوت څه وخت مخکې په یوه تحلیل کې ویلي وو چې د پاکستان پوځ او چارواکي له ټي ټي پي سره د مبارزې په برخه کې له افغان طالبانو ناهیلي شوې او په دې اساس یې پر طالبانو د فشار راوړلو هڅې پيل کړي دي.

په دې تحلیل کې راغلي وو چې پاکستان تېر نومبر له خپلې خاورې د لکونه افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه هم په دې خاطر وکړه چې د طالبانو حکومت د خپلو غوښتنو منلو ته اړ باسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG