د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

مولانا فضل الرحمان: په افغانستان کې د طالبانو مشر سره ملاقات کوم


مولانا فضل الرحمان: په افغانستان کې د طالبانو مشر سره ملاقات کوم
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:45 0:00

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام‌ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، افغانستان ته د سفر پر مهال به د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره هم ليده کاته وکړي. هغه د ازادي راډیو له مشال څانګې سره د خبرو پر مهال وويل، د طالبانو په حکومت کې له راتلو وروسته يې خپله هم افغانستان د تګ هیله درلود، خو په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې د طالبانو شارژدافېر لخوا د ډسمبر پر ۱۶مه تر رسمي بلنې وروسته به په راتلونکو څو ورځو کې هغه هېواد ته سفر وکړي. مولانا فضل الرحمان وويل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو سمولو هڅه کوي. د هغه په وينا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له نوموړي سره خپل دريځ او غوښتنې شريکې کړې دي. له مولانا فضل الرحمان سره بشپړه مرکه کتلی شئ:

XS
SM
MD
LG