د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د طالبانو حکومت مولانا فضل الرحمان ته: ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده


د پاکستان د جمیعت العلمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان
د پاکستان د جمیعت العلمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان

د راپورونو له مخې د طالبانو د حکومت چارواکو د پاکستان مذهبي مشر مولانا فضل الرحمان ته ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان کورنۍ مسئله ده.

طلوع نیوز خصوصي تلوېزیوني چینل پرون د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله راپور ورکړ چې نوموړی وايي، د طالبانو د حکومت چارواکو د پاکستان د جمیعت العلمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره په کتنه کې یوځل بیا ټینګار کړی چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده او اسلام آباد یې په خپله باید حل کړي.

طلوع نیوز د ښاغلي مجاهد له قوله زیاتوي چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې نه شته، دا موضوع په پاکستان پورې اړه لري، باید په کور دننه یې حل کړي او پاکستان باید خپلو امنیتي مسایلو ته نوره پاملرنه هم وکړي.

پاکستاني چارواکو پرله پسې ادعاوې کړي چې ګنې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې ځالې لري او له هغه ځایه په پاکستان کې دننه بریدونه کوي.

طالبانو دا ادعاوې چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې د ترینګلتیا یو مهم عامل ګڼل کېږي، مخکې هم رد کړې دي.

د پاکستان د جمیعت العلمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان
د پاکستان د جمیعت العلمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان

د رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو چارواکو د ښاغلي فضل رحمان په مشرۍ پلاوي ته دا هم ویلي چې د دوی حکومت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې بل کوم هېواد ته ګواښ جوړ کړي.

د جمیعت العلمای اسلام ګوند مشر د یکشنبې په ورځ د دیني عالمانو په ګډون د ۱۱ کسیز پلاوي په مشرۍ کابل ته له رسېدو وروسته د طالبانو د سرپرست حکومت له رییس الوزرا ملا محمدحسن آخوند، د هغه له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او نورو چارواکو سره وکتل.

په دې لیدنو کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د وروستۍ ترینګلتیا، امنیتي مسایلو او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر اړوندو مسایلو خبرې وشوې.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي خبر ورکړی چې مولوي عبدالکبیر له مولانا فضل الرحمان څخه وغوښتل چې پاکستان دې د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي چې اسناد نه لري او د افغانانو د ځورولو پرځای دې هغو ته د ژوند امکانات برابر کړي.

د خبر له مخې ښاغلي فضل الرحمان ویلي چې ده هم له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه اعتراض کړی او دا تګلاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د ستونزو لوی عامل ګڼي.

جمیعت العلمای اسلام پر خپل ایکس‌پاڼه لیکلي چې د دې ګوند مشر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د رامنځته شوي ناوړه تفاهم د له منځه وړلو هڅه کوي، خو د سیاسي چارو شنونکي سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته وویل چې د هغه د سفر نتایجو ته ډېر هیله من نه دی.

د سیاسي چارو شنونکی سمیع یوسفزی
د سیاسي چارو شنونکی سمیع یوسفزی

یوسفزي وویل: "زه فکر نه کوم چې دا سفر به هغه اهداف ترلاسه کړي چې دواړه هېوادونه یې تمه لري. البته دا یوه هڅه ده څو دا فضا چې ترخه شوې، مثبت لوري ته بوځي او د ټي‌ټي‌پي او نورو مسایلو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې وشي."

فضل الرحمان چې د طالبانو د حکومت په بلنه افغانستان ته تللی، ویلي چې د خپل سفر پرمهال به د طالبانو له لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده سره هم وګوري.

مولانا فضل الرحمان: په افغانستان کې د طالبانو مشر سره ملاقات کوم
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:45 0:00

نوموړی په تېرو څو کلونو کې او د جمهوري نظام له پرځېدو مخکې د طالبانو له ډېر کلکو ملاتړو څخه و خو څارونکي په دې باور دي چې مولانا فضل الرحمان ښايي اوس په طالبانو کې هغه نفوذ ونه لري چې پخوا یې درلود.

د جمیعت العلمای اسلام ګوند مشر که څه هم په حکومت کې رسمی دنده نه لري خو ویل کېږي چې د پاکستان له پوځ سره ډېر نژدې اړیکې لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG