نړۍ
مولانا فضل الرحمان ښايي راتلونکې اوونۍ افغانستان ته سفر وکړي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلامف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي چې ښايي راتلونکې اوونۍ افغانستان ته سفر وکړي.
نوموړي پرون په ډېره اسماعيل خان کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د هغه د سفر مقصد د افغانستان او پاکستان ترمنځ "د بې باورۍ فضا" ختمول ده.
هغه زیاته کړې: "موږ بايد د يو بل ثبات، اقتصادي ثبات او استقلال مخې ته کېږدو. د افغانستان ثبات د پاکستان ضرورت دی او د پاکستان ثبات د افغانستان ضرورت دی. د همدې مقصد لپاره به زه ځم. او د دواړو هېوادونو ترمينځ چې د بې باورۍ فضا رامنځته کول کېږي، انشاالله دا به ماتوو."
مولانا فضل الرحمان په دې اړه نور تفصيل ورنه کړ، خو تر دې وړاندې د جمعيت علما اسلامف يو مخکښ مفتي کفايت الله د ډسمبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته ويلي وو چې مولانا فضل الرحمان په کابل کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د بې اسناده افغانانو هېواد ته د ستنولو تر څنګ پر امنیتي موضوعاتو غږېږي.
نوموړي زیاته کړې وه چې د جمعيت د مشر د سفر پر مهال د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او داعش وسلوالو ډلو په اړه هم د خبرو اترو امکان دی.
دا تر هغه وروسته ده چې په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې د طالبانو شارژدافېر د ډسمبر پر ۱۶مه مولانا فضل الرحمان ته افغانستان ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ غواړي د ایران د اټومي پروګرام په اړه مذاکرات وکړي او خامنهاي ته یې لیک استولی

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، غواړي د ايران د اټومي پروګرامونو په اړه له دغه هېواد سره خبرې اترې وکړي او تېره پنجشنبه يې د ايران مشرانو ته يو ليک استولی دی. ولسمشر ټرمپ وويل چې هيلهمند دی د ايران اسلامي جمهوريت، چې د امريکا د نږدې متحد اسرائيل سرسخته دښمن دی، له خبرو اترو سره موافقه وکړي.
ښاغلي ټرمپ د فاکس بيزنس شبکې سره په يوه مرکه کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وويل، هيله لري ايران د خبرو اترو مېز ته حاضر شي، ځکه چې دا به د ايران لپاره ډېر ښه وي.
هغه زياته کړه چې باور لري ايران به د دې ليک پيغام درک کړي، که نه نو امريکا به بل څه وکړي، ځکه چې د ولسمشر ټرمپ په وینا، نه شي کولی چې نړۍ کې یوه بله اتومي وسله وزغمي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه د ښاغلي ټرمپ دې څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ويلی.
دا ليک د ايران مشر آيت الله علي خامنهاي ته لېږل شوی دی. ټرمپ ټينګار وکړ چې له ايران سره د چلند لپاره دوه لارې شته: پوځي لاره يا یو جوړ جاړي ته رسیدل. هغه وويل چې جوړ جاړی يې غوره بولي، ځکه چې نه غواړي ايران ته او د هغه په وينا د دې هېواد سترو خلکو ته زيان ورسېږي.
امریکا وايي، نورو هېوادونو کې د بندي امریکایانو د خوشې کېدو جدي هڅې پیلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هغو امریکایانو د خوشې کولو لپاره به په لنډو ورځو کې جدي هڅې پیل کړي، چې په بهرنیو هیوادونو کې بېګناه په زندانونو کې پراته دي.
په واشنګټن کې د بهرنیو چارو په وزارت کې پرون، په نورو هیوادونو کې د نیول شویو امریکایانو د خوشې کېدو په خاطر د بیرغ پورته کېدو مراسم ترسره شول.
دې مراسمو ته د یرغمل کېدو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي ادم بویلر وویل چې د دوی تګلاره دا ده چې ټول نیول شوي بېګناه امریکایان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
ښاغلي بویلر زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به په دې اړه یوشمېر اعلانونه وشي، خو نوموړي په دې برخه کې نور جزییات ورنهکړل.
په افغانستان کې د ویلیم مککینتي او محمودشاه حبیبي په ګډون یوشمېر امریکایان د طالبانو په بند کې دي.
ټرمپ بیا د ناټو غړیو ته د خپلې برخې پیسو ورکولو خبرداری ورکړ

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر وایي، که چیرې د ناټو غړي هیوادونه دې تړون ته خپله برخه پیسې ورنهکړي، دی به هم مرستې پرې بندې کړي.
ډونالډ ټرمپ چې له اوږدې مودې راهیسې یې د ناټو د دوام په اړه پوښتنې راپورته کړې دي، پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، که د ناټو نور غړي هیوادونه پیسې ورنهکړي، له دوی څخه به دفاع ونه کړي.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې دا نظر یې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د ناټو له متحدانو سره شریک کړی و او ورته ویلي یې و چې خپله پوځي ونډه زیاته کړي.
ولسمشر ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې ټینګار کاوه چې د ناټو غړي هیوادونه دې خپل پوځي لګښت د کورني ناخالص تولید دوو فیصدو ته لوړ کړي.
د ترکیې دفاعي چارواکي وايي ۲۶ کرد وسله وال یې په یوه اوونۍ کې وژلي

د ترکیې دفاع وزارت وايي، وسله والو ځواکونو یې په یوه اونۍ کې ۲۶ کردي وسله وال وژلي دي.
دا وروسته له هغه چې د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) بندي مشر عبدالله اوجلان په عراق او سوریه کې د خپلو ځواکونو د خلع سلاح غوښتنه وکړه.
د رویټرز په وینا، اوجلان تیره اونۍ په ناقانونه ګوند (PKK) غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او منحل شي. دي وسله والې ډلې هم تر دې څرګندونې وروسته تېره شنبه اوربند اعلان کړ.
د ترکیې د دفاع وزارت ویاند ذکي اکترک د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۶) په یوه خبري غونډه کې وویل چې ترکي ځواکونو عملیات دوام لري او دوی به په کلک هوډ له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم تېره شنبه وویل چې که د PKK د بې وسلې کولو پروسه ودرول شي یا خپلې ژمنې پوره نه کړي، ترکیه به د کردستان کارګر ګوند (PKK) پر وړاندې عملیاتو ته دوام ورکړي.
پاکستاني پوځیانو څلور افغانانو د ترهګرۍ بریدونو په تور نیولي

د راپورونو په اساس دا کسان پرون په یو لړ عملیاتو کې د بلوچستان په توبه کاکړي سیمه کې له کلاشینکوفونو، لاسي بمونو او نورو مهماتو سره یوځای نیول شوي.
دغو کسانو اعتراف کړی چې ګواکې په پاکستان کې یې د ترهګرۍ بریدونو پلان درلود.
نه دي ویل شوي چې دغو کسانو په څه ډول شرایطو کې اعتراف کړی.
پاکستاني چارواکو مخکې هم په دغه هېواد کې په ترهګرۍ پېښو کې د افغان اتباعو د ښکېلتیا په اړه تورونه لګولي.
طالب چارواکو د دې وروستۍ پېښې په تړاو څه نه دي ویلي خو مخکې يې دا رد کړې چې ګواکې د پاکستان په نا امنیو کې افغان اتباع ښکېل دي یا له افغانستانه څوک د بریدونو لپاره ور اوښتي دي.
ټرمپ ګواښ کړی که ټول اسراییلي یرغمل خوشې نه شي غزه به لا ویجاړه شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که پاتې اسراییلي یرغمل خوشې نه شي نو غزه به نوره هم ویجاړه شي، او د حماس افراطي ډلې مشرانو ته یې د تېښتې لپاره ضرب الاجل ورکړی. حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي.
ښاغلي ټرمپ، چې د اسراییلو کلک ملاتړ کوي، پرون ناوخته وویل اسراییلو ته به "هر هغه څه چمتو کړي چې د کار د ترسره کولو لپاره ورته اړتیا لري."
هغه د یو شمېر خلاصو شویو پخوانیو یرغملو سره له لیدنې وروسته، په خپله ټولنیزه شبکه "Truth" کې ولیکل: "ټول یرغمل شوي کسان اوس خوشې کړئ، وروسته نه، او سمدلاسه د هغو ټولو کسانو جسدونه بیرته وسپارئ چې وژلي مو دي، که نه نو دا به تاسو ته ګرانه پریوزي."
ښاغلي ټرمپ دا خبرداری څو ساعته وروسته له هغه ورکړ چې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ اعلان وکړ چې امریکایي چارواکو د حماس له چارواکو سره مستقیمې "خبرې " کړې دي.
د حماس لخوا د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو د برید پر مهال د ۲۵۱ یرغمل شویو کسانو له ډلې څخه ۵۸ یې لا هم په غزه کې شته (چې د اسراییلي پوځ په وینا ۳۴ یې وژل شوي دي).
ولسمشر ډونالډټرمپ وايي چې د کابل د هوايي ډګر د چاودنې عامل نیول شوی او په امریکا کې به محاکمه شي

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي چې په افغانستان کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژنې عامل نیول شوی دی.
ښاغلي ټرمپ له لوړې وروسته کانګرس ته په لومړنۍ وینا کې نن (د مارچ ۵مه) دا څرګندونې وکړې.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه نېټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډوډۍ کې د کابل په هوايي ډګر کې خونړۍ چاودنه وشوه چې ۱۳ امریکايي سرتېري او له ۱۷۰ ډېر افغانان پکې ووژل شول.
ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته په وینا کې وویل چې په دې برید تورن کس د پاکستان په مرسته نیول شوی دی او په متحدوایالتونو کې د محاکمې لپاره اوس مهال دې هېواد ته پر لاره دی. هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.
د دې حملې پړه د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې منلې وه.
ښاغلي ټرمپ د دې وینا په ترڅ کې امریکا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي له هڅو نیولې، د چین، کاناډا، مکسیکو او نورو هېوادونو پر وارداتو د تعرفې تر لوړولو پورې د امریکا د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا مرستیال ولسمشر د اوکراین په اړه د خپل دریځ ننګه وکړه

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د خپلو هغو خبرو ننګه کړې چې ویلې يې و، په اوکراین کې د اروپا د سوله ساتو ځواکونو ځای پر ځای کول به د روسیې د بیا حملې د مخنیوي لپاره کافي نه وي.
د ونس دې خبرو توند غبرګونونه پارولي و، خو هغه سه شنبه د خپل دریځ د دفاع ترڅنګ وویل، یوازنی کس چې ښکاري یوه ستراتیژي لري، هغه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی.
جي ډي ونس له فاکس نیوز سره په مرکه کې چې د دوشنبې په شپه خپره شوه ویلي، اوکراین ته به ښه داوه چې له واشنګټن سره یې د خپلو معدني موادو د هوکړې پیشنهادي متن لاسلیک کړی وی.
د ونس په خبره له دې سره به اوکراین ته امنیتي تضمین ورکړل شوی و او دا تضمین به د هغه هېواد له شل زره سرتیرو څخه ښه و چې دیرش-څلویښت کاله یې جګړه نه ده کړې.
دا مرکه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو د ډونالډ ټرمپ او ولودمیر زلنسکي تر لفظي شخړې وروسته خپره شوه.
ټاکل شوې وه چې هغې غونډه کې د اوکراین معدني زیرمو ته د امریکا د لاسرسي هوکړه لاسلیک شي، خو داسې ونه شول او بیا ټرمپ زلنسکي تورن کړ چې سولې ته چمتو نه دی.
په بنو کې ځانمرګي برید او ډله ییزې حملې مرګ ژوبله اړولې ده

د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز د برید پرمهال لږترلږه ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي چې درې ماشومان هم پکې دي.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، دوو ځانمرګو بریدګرو پرون ماښام د روژه ماتي پرمهال لومړی خپل چاودیدونکي توکي والوزول او بیا نور وسله وال مرکز ته ننوتل. له برید څو ساعته وروسته هم په مرکز کې دننه ډزې روانې وې.
د فرانسپرس خبري آژانس د خبر له مخې په چاودنو کې ۳۲ نور کسان ټپیان شوي دي. د بريد مسووليت د جيش الفرسان محمد په نوم وسله والې ډلې منلی دی.
صدراعظم شهباز شریف او ولسمشر آصف علي زرداري دا برید غندلی دی. په بنو کې د تېر کال په دوبي کې هم د پوځ پر یوه مرکز په موټربم برید کې پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.
حوثي وسله واله ډله د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامله شوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یمن انصارالله وسله واله ډله چې په حوثیانو مشهور دي، د " نړیوالو ترهګرو" په نوملړ کې شامله کړه.
دغه وزارت پرون سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې حوثي وسله والو له ۲۰۲۳ کال راهیسې په سره سمندر او عدن خلیج کې پر سوداګریزو بیړیو سلګونه بریدونه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کار د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ژمنو له مخې شوی او زیاته شوې چې امریکا به له حوثیانو او نورو ترهګرو ډلو سره د هیڅ هېواد اړیکې ونه زغمي.
حوثیانو تر دې وړاندې ویلي چې په غزه کې د فلسطینیانو د ملاتړ په هدف یې په اسراییلي او امریکایي اهدافو بریدونه کړي دي.
حوثیان له سعودي سره پولې ته نژدې د یمن شیعه مسلمانان دي چې د لویدیځو چارواکو په وینا، ایران یې ملاتړ کوي.