د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

اسلام‌اباد له طالب پلاوي سره امنیتي اندېښنې او د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو ډېرېدا مطرح کړي


په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

پاکستان ته د افغانستان د طالبانو تللي پلاوي د هغه هېواد له چارواکو سره پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې کړي دي.

د افغانستان د طالبانو پلاوی داسې مهال اسلام اباد ته سفر وکړ چې پاکستان کې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې له ټاکنو مخکې د امنیتي وضعیت خرابوالي ته اندېښنې ډېرې شوي دي.

په وروستیو څو ورځو کې د پاکستان په میرانشا، ډېره اسماعیل خان او باجوړ کې د ټاکنیزو کمپاینونو پر غونډو د لږ تر لږه درېیو بریدونو خبر ورکړل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د ملا شیرین په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدو کتو کې د امنیت او سولې په ګډون دواړو لوریو په ګډو اندېښنو خبرې وکړې.

د عکس ښي لور ته د کندهار لپاره د طالبانو والي او پاکستان ته د تللي پلاوي مشر ملاشیرین اخند او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني.
د عکس ښي لور ته د کندهار لپاره د طالبانو والي او پاکستان ته د تللي پلاوي مشر ملاشیرین اخند او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د 'ټي ټي پي' د فعالیتونو کومه یادونه نه ده شوې، خو په اسلام اباد کې د ازادي راډیو خبریال طاهر خان وایي، د 'ټي ټي پي' د فعالیتونو زیاتېدل د بحث یوه عمده موضوع وه.

د طالبانو د کندهار د والي او د دفاع وزارت د ستراتیژيکو استخباراتو د معین ملا شیرین په مشرۍ پلاوی د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ او د طالبانو د حکومت یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه چې هغه پرون ماښام بیرته کندهار ته ستون شوی دی.

د پاکستان انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې ملاشیرین د طالبانو د کابینې یو بانفوذه شخص یاد کړی او لیکلي یې دي چې نوموړی د طالبانو د حکومت له خوا له 'ټي ټي پي' سره هم په اړیکه کې دی.

د سیاسي چارو شنونکي سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته وویل، پاکستان ځکه له ملا شیرین سره خبرې کوي چې په وینا یې هغه د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله اخوندزاده ته نژدې کس دی.

هغه وویل: "د طالبانو د پرېکړې کولو مرکز په کندهار کې دی. د ټي ټي پي او ځینو نورو مسئلو په اړه پاکستان ته له کندهاره ښه خبر نه ور رسېږي. په همدې خاطر پاکستان هڅه وکړه چې په مستقیم ډول کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره په اړیکه کې ووسي. ملا شیرین د کندهار والي دی او پخوا د ملا محمد عمر اخوند د امنیت مشر و. هغه په کندهار کې له ملا هبت الله اخوندزاده سره یوه دفتر کې کار کوي او نژدې هره ورځ له شیخ هبت الله سره په تماس کې وي."

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده

د پاکستان د شخړې او سولې انسټېټیوټ هم د ۲۰۲۳ کال په راپور کې 'ټي ټي پي' یا تحریک طالبان پاکستان د هغو وسله‌والو ډلو په سر کې یاده کړې چې تېر کال یې پاکستان کې ډېر ترهګریز بریدونه کړي دي.

د دغه راپور له مخې چې د تېرې دوشنبې په ورځ خپور شو، تر 'ټي ټي پي' وروسته د داعش خراسان څانګه او د بلوڅانو ازادي غوښتونکی پوځ پاکستان کې ډېر بریدونه کړي دي او د انسټېټیوټ د موندنو له مخې ۲۰۲۳م کال کې د وړم کال پرتله پاکستان کې ترهګریز بریدونه ۱۷فیصده زیات شوي دي.

د پاکستان چارواکو په ځلونو تور پورې کړی چې افغان طالبانو په افغانستان کې 'ټي ټي پي' ته د ازاد فعالیت زمینه برابره کړې، خو د طالبانو حکومت دا توررونه په کلکه رد کړي او ویلې یې دي، پاکستان دې د دغو تورونو پر ځای خپل امنیتي تدابیر ټینګ کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې تحریک طالبان پاکستان ۲۰۲۲ کال کې د اوربند پر مهال ځان پیاوړی او جګړه ییز پلانونه یې جوړ کړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

دغه وزارت دا خبره وروسته تر دې وکړه چې د پاکستان سنا جرګې ترې د 'ټي ټي پي' د فعالیتونو د ډېرېدو لامل وپوښته.

د طالبانو د حکومت پلاوی داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي چې ټاکل شوې نژدې ورځو کې د پاکستان د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم کابل ته سفر وکړي.

هغه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته شوې فضا حلول به یې د بحثونو په سر کې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG