د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته د منظور پشتین استول کېدل


له ارشیفه د منظور پشتین یو تصویر
له ارشیفه د منظور پشتین یو تصویر

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین د پلټنو لپاره د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته استولی دی.

د پشتین وکیلانو اېمل مندوخېل او مصدق خټک د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې محکمې هغه د ډېسېمبر پر ۱۴مه تر اورېدنې وروسته د ۱۴ ورځنیو پلټنو لپاره زندان ته ولېږداوه.

مندوخېل زیاته کړه چې د پشتین د ضمانت لپاره یې اسلام اباد سترې محکمې ته درخواست ورکړی دی چې اورېدنه به یې د ډېسېمبر پر ۱۸مه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړی د ډېسېمبر پر اوومه په اسلام اباد کې محکمې ته تر وړاندې کېدو وروسته د اووه ورځنیو پلټنو په موخه پولیسو ته وسپارل شو.

د منظور پشتين وکيل مصدق خټک هغه مهال د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي وو :

" محکمې وويل چې پشتین ځکه پولیسو ته سپاري چې نوموړي د روان کال د اګست پر ۱۸مه له اسلام اباد سره نېږدې په ترنول سيمه کې جلسې ته د وينا پر مهال "د رياست ضد خبرې" کړې وې."

خو خټک زیاته کړه، محکمې ته يې وويل چې تش په ویناوو څوک پوليس ته په داسې ډول نه شي سپارل کېدای.

د پاکستان محکمې وخت پر وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران په بېلابېلو تورونو تورنوي او بندیانوي
د پاکستان محکمې وخت پر وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران په بېلابېلو تورونو تورنوي او بندیانوي

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله نوموړی احتجاجي پرلت ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان و.

د چمن یوه پولیس مشر راجا اطهر عباس د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ويلي وو چې د منظور پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې ده چې د ده ساتونکو پر پوليسو ډزې کړې دي او يو پوليس يې په موټر وهلی دی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د اطلاعاتو يوه مسوول اغا زبیر شاه د ډېسېمبر پر څلورمه له مشال سره د خبرو پر مهال دا تور رد کړ او و یې ویل چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې دي.

هغه مشال راډیو ته وویل چې د پشتين موټر "اته، نهه ډزه" لګېدلی دی.

د چمن د یوه ځایي چارواکي زوهېب کبزي په وینا، پشتين د ډېسېمبر پر شپږمه د اسلام اباد پولیسو ته سپارل شوی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلویانو د د منظور پشتين د نيول کېدو پر ضد د ډېسېمبر پر پینځمه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي وو، خو په ځینو ځایونو کې پر غونډو د بندیز له وجې احتجاج ته پرې نه ښوول شول او ځينې يې پوليسو ونيول.

د منظور پشتین د نیول کېدو پر ضد له بندیزونو سره- سره بېلابېلې غونډې شوي
د منظور پشتین د نیول کېدو پر ضد له بندیزونو سره- سره بېلابېلې غونډې شوي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د ډېسېمبر پر پينځمه پر حکومت غږ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پر ضد دې دا ډول چلند ودروي.

کمېسیون پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي وو چې "پي ټي اېم هېڅکله تشدد نه دی کړی" او په سوله ییز ډول خپل حقونه غواړي.

کمېسیون د پشتين د نيولو په اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیول شوی دی.

پاکستانيو پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې نوموړی او غورځنګ یې د پاکستان پر ضد د خلکو پارولو کوښښ کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

پشتين ټینګار لري چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو تګلارې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګټورې نه دي نو ځکه پرې نيوکې کوي.

پي ټي اېم داراز وايي چې هغوی د پاکستان د قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG