د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

پاکستان کې ځیني سیاستوال او فعالان: د پشتین او ځینو نورو نیول پاروونکی کار دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین او یو شمېر غړي یې
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین او یو شمېر غړي یې

په پاکستان کې ځیني سیاستوال او فعالان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او یو شمېر غړو نیول پاروونکی او ناقانونه کار بولي.

پخوانی سناتور او د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا مشر افراسیاب خټک ازادي راډیو ته وویل چې د منظور پشتین نیول به لا پښتانه ځوانان سره متحده کړي او د ده په خبره د پاکستان حکومت به له سخت عکس‌العمل سره مخ شي.

ښاغلی خټک زیاتوي: "د پي ټي اېم مشر منظور پښتون او د هغه د ملګرو محسن داوړ او نورو کسانو نیول کېدل د غندنې وړ قدم دی. دا غیر قانوني قدم دی. اساسي قانون یا ایین کې د موجودو ازادیو خلاف قدم دی."

ښاغلي خټک وویل د پي ټي اېم مشرانو او د جاني‌خېلو لاریونوالو د ترهګرۍ خلاف غږ پورته کړی، خو حکومت‌یې مخه نیسي او زندان ته‌یې اچوي.

افراسیاب خټک د پي ټي اېم یوې غونډې ته د وینا پر مهال
افراسیاب خټک د پي ټي اېم یوې غونډې ته د وینا پر مهال

د راپورونو په اساس د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین، د پاکستان د پارلمان برحاله غړی او د غورځنګ مخکښ محسن داوړ له ګڼو نورو کسانو سره نیولي دي.

د پي ټي اېم (د پښتون ژغورنې غورځنګ) فعالان وايي چې د مشرانو له نیول کېدو سربېره به دوی خپل لاریون ته دوام ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین پرون د جاني‌خېلو له لاریونوالو سره د یوځای کېدو په لار د پولیسو له‌خوا ونیول شو.

د غورځنګ یوه غړي عالم زېب محسود د پښتین د نیول کېدو د پېښې وېډیو او له پولیسو سره د هغه مکالمه په خپله فېس‌بوک پاڼه خپره کړې ده.

د پاکستان د پارلمان برحاله غړی او د غورځنګ مخکښ محسن داوړ
د پاکستان د پارلمان برحاله غړی او د غورځنګ مخکښ محسن داوړ

په وېډیو کې منظور پشتین له پولیسو سره بحث کوي چې په زور د خلکو مخه نه‌شي نیولی.

د پښتورن ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي عبدالله ننګیال په خپل ټویټر لیکلي چې منظور پشتین او محسن داوړ دېره اسماعیل خان زندان ته انتقال شوي دي.

د پاکستان پولیسو رسماً د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین او د محسن داوړ د نیولو په اړه څه تبصره نه‌ده کړې.

تر دې شاوخوا درې میاشتې مخکې د غورځنګ بل مخکښ غړی او د پارلمان برحاله استازی علي وزیر د پوځ او حکومت خلاف وینا په تور زندان ته اچول شوی دی.

د خېبر پښتونخوا په جاني‌خیلو سیمه کې کابو یوه اوونۍ مخکې د څلورو ځوانانو مړي موندل شوي چې خلک‌یې په غبرګون پاڅېدلي.

جاني‌خېلو کې د څلورو زلمیانو د وژل کېدو په اعتراض لاریون
جاني‌خېلو کې د څلورو زلمیانو د وژل کېدو په اعتراض لاریون

لاریونوالو د دغو څلورو وژل شویو ځوانانو مړي هم له ځانه سره اخیستي او وايي چې تر اسلام‌اباده ځي او خپلو مظاهرو ته به دوام ورکوي.

دوی چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو او وسله‌والو پر ضد د حکومت غوڅ اقدامات او د ځینو سیمه‌ییزو چارواکو ګوښه کېدل غواړي د پېښور او دېره اسماخیل خان د سړک د بندولو ګواښ هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG