د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

"د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پاکستاني پولیسو نیولی او نامعلوم ځای ته یې بیولی"


د غورځنګ مشر منظور پښتین
د غورځنګ مشر منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه فعال عبدالله ننګیال ویلي، د کوهاټ پولیسو د غورځنګ مشر منظور پښتین نیولی او نامعلوم ځای ته یې بیولی دی.

نوموړي دغه خبره څو شېبې وړاندې پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، د کرک پولیسو د غورځنګ بل مخکښ او له شمالي وزیرستانه د قومي اسامبلۍ غړی محسن دوړ نیولی او کوهاټ ته یې بیولی دی.

دوی دواړه د جاني خېلو د اوسیدونکو هغه لاریون ته روان و چې دغلته د څلورو تنکیو ځوانانو د وژنې په غبرګون کې پيل شوی دی.

د دې څلورو هلکانو مړي تر ۲۰ ورځو لادرکۍ وروسته د مارچ په ۲۱مه موندل شوي‌ وو.

مظاهره چیانو نن یکشنبه(د وري ۸مه) سهار وروسته له هغه د اسلام اباد په لور روان شول چې جاني خېلو کې یې څو ورځني پرلت نتیجه ورنه کړه.

دوی اسلام اباد ته پرې نه ښودل شول او بنو ښار ته نژدې یې پولیسو مخه ونیوله.

د پاکستان رسمي سرچینو تراوسه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او یوه بل فعال غړي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG