د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

د عمران خان د خبرو په اړه د ګڼو سیاسیونو او عامو افغانانو غبرګون ته د طالبانو ځواب


ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان لیدنه او د طالبانو یوه پلاوي لیدنه
ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان لیدنه او د طالبانو یوه پلاوي لیدنه

داسې مهال چې د پاکستان د صدراعظم وروستۍ حرګندونې د افغانانو له‌خوا دوی ته سپکاوی بلل شوی او په سیاسي او ټولنیزه کچه‌یې پراخ غبرګونونه راپورته کړي، د طالبانو حکومت وايي عمران خان توهین‌امېزه خبرې نه‌دي کړي.

د پاکستان صدراعظم پرون د اسلامي همکاریون سازمان په غوڼده کې زده‌کړو کې د نجونو پر وړاندې محدودیت د افغانستان کلتوري مسئله وبلله، خو امیر خان متقي وايي، داسې څه‌یې نه‌دي لیدلي چې د حکومت په حیث پرې غبرګون وښيي.

د پاکستان صدراعظم په اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې وویل: "هره ټولنه د بشر او ښځو/ نجونو د حقونو په اړه جلا نظر او فرهنګ لري ... مثلاً د خېبر پښتونخوا مثال به درکړم ځکه چې طالبان هم اکثریت پښتانه دي. په قبایلي سیمو کې موږ میندو او پلرونو ته حق‌الزحمه/ امتیاز ورکوو چې خپلې نجونې ښوونځیو ته واستوي،‌ خو که د هغوی فرهنګ سره حساسیت درک نه‌کړو، له امتیاز سره سره به هم نجونې ښوونځیو ته وانه‌ستوي. لکه څنګه چې پېښور د نورو قبایلي پښتنو سیمو څخه جلا فرهنګ لري،‌ همدغسې کابل هم د نورو لیرو پرتو سیمو څخه جلا دی. بناً کله چې [په افغانستان کې] د ښځو او حقونو په اړه غږېږو، باید حساس واوسو."

د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کۍ د عمران خان خبرو ګڼ غبرګونونه راپارولي
د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کۍ د عمران خان خبرو ګڼ غبرګونونه راپارولي

د عمران خان دې خبرو پراخ غبرګون راپورته کړ.

په سیاسي کچه مخکېنی جمهور رئیس حامد کرزی له ټولو وړاندې شو او دا څرګندونې یې د افغانانو ترمنځ د تفرقې اچونې هڅه او دوی ته سپکاوی وباله.

ښاغلي کرزي عمران خان ته توصیه وکړه چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ، په کورنیو چارو کې یې له لاسوهنې او د افغانستان په استازولۍ له خبرو کولو ډډه وکړي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کابل ته له راستنېدو وروسته، د کابل حامد کرزي په هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل، هر څوک د خپلو خبرو مسؤل دی او اړینه نه‌ده چې یو مثبت کنفرانس منفي لوري ته یوړل شي.

متقي وویل: "دا د دوی نظریات دي. کوم داسې توهین‌امېز څه چې موږ ووایو او د حکومت په حیث ورته عکس‌العمل وښیو، زه داسې څه نه‌وینم."

متقي رسنیو ته وویل، هر څوک د خپلو خبرو مسؤل دی او اړینه نه‌ده چې یو مثبت کنفرانس منفي لوري ته یوړل شي.
متقي رسنیو ته وویل، هر څوک د خپلو خبرو مسؤل دی او اړینه نه‌ده چې یو مثبت کنفرانس منفي لوري ته یوړل شي.

خو د طالبانو برعکس بیا د پاکستاني صدراعظم خبرو ته د افغانستان د ګوښه شوي جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي: "له زده‌کړو لیرې او له ځانه بې‌خبره ټولنه په افغانستان کې د پاکستان له ستراتېژیکو برنامو څخه ده، هغه چې د ترلاسه کولو لپاره‌یې عمران خان دا ډول څرګندونې کوي."

خو ښاغلي صالح د عمران خان د خبرو په اړه د افغانانو سخت دریځ ستایلی او زیاتوي، دا د افغانانو د بیدارۍ نښه ده.

د ښاغلي صالح په دې لیکنه کې د طالبانو ضد هم تندې خبرې لیکل شوې دي.

صالح د عمران خان د خبرو په اړه د افغانانو سخت دریځ ستایلی او زیاتوي، دا د افغانانو د بیدارۍ نښه ده.
صالح د عمران خان د خبرو په اړه د افغانانو سخت دریځ ستایلی او زیاتوي، دا د افغانانو د بیدارۍ نښه ده.

په ټولنیزه کچه هم د عمران خبرو افغانان غوسه کړي.

خالد سنګر او کمال‌الدین څپاند وايي، د افغانانو کلتور او ټولنه ښځو ته په ټولو برخو کې په برابرۍ قانع ده. دوی وايي، عمران خان تاریخ نه‌دی لوستی، ځکه دا ډول خبرې کوي.

سنګر لیکي: "د پاکستان د صدراعظم خبرو افغانان خفه کړي. دا خبرې منطقي نه‌دي، ځکه عمران خان له افغان کلتور ناخبره دی. افغانانو ۱۰۰ کاله وړاندې نجونو او هلکانو ته ښوونځي پرانیستي و او زده‌کړو سره‌یې لېوالتیا روښانه ده."

څپاند بیا لیکلي: "دا له تاریخ او جغرافیې یو ناخبره انسان دی. هغه وخت چې د ترهګرۍ او افراطیت انجو پاکستان په سیمه کې نه‌و، نوم او نښان‌یې نه‌و، موږ د علم او فرهنګ خلک وو. موږ ښوونځي لرل، موږ زده‌کړې درلودې او موږ کابل پوهنتون درلود."

دوی پر طالبانو غږ کوي چې د دې ډول طعنو د مخنیوي لپاره د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې اړه ډېرې لیکنې شوي.

لیکوال او شنونکي عصمت قانع عمران خان ته په ځواب کې لیکي: "افغان کلتور کله هم د ښځو د زولنو او زنځیر کلتور نه‌دی، بلکې افغانان د ښځو په پوړني کې قتلونه او مرګونه بخښي."

په خېبر پښتونخوا کې مېشت سیاستوال افراسیاب خټک بیا د عمران خان د خبرو په اړه د پښتو هغه مشهور متل رانقل کړی چې وايي: " خواره شې ته مینځې چې د مینځې پښې به وینځې."

ښاغلی خټک زیاتوي، د عمران خان خولې ته څوک اهمیت نه‌ورکوي، خو ژر به‌یې دا دسیسه هم لکه د نورو شنډه شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او سیاستوال منظور پشتین بیا د عمران خان خبرې درواغ بللي او زیاتوي، د مرستو ترلاسه کولو لپاره دا ډول کلیشه‌يي او مکرجن روایتونه پای ته ورسوئ.

ښاغلي پشتین په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي: "افغانانو هېڅکله هم ښځې له زده‌کړو او د دوی له حقونو محرومې کړې نه‌دي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او سیاستوال منظور پشتین بیا د عمران خان خبرې درواغ بللي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او سیاستوال منظور پشتین بیا د عمران خان خبرې درواغ بللي

د پاکستان د ولسي جرګې غړي او د جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ بیا وايي، عمران خان له ځلونو شرمېدلو وروسته بیا د پښتنو د کلتور قرباني کولو ته دوام ورکوي، خو زیاتوي، دی پوهېږي چې عمران خان مجبور دی چې دا ډول درواغ ووايي.

خو د دغه محبوریت په اړه‌یې بیا په څرګند ډول څه نه‌دي لیکلي.

XS
SM
MD
LG