د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د مذاکراتو منځګړتوب؛ متقي: ډېری اختلافات حل شوي وو، خو اسلام‌اباد شا ته لاړ


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي، د پاکستاني حکومت او 'ټي‌ټي‌پي' ترمنځ ډېری اختلافي مسایل حل شوي وو، خو اسلام‌اباد له دې خبرو شا ته ولاړ.

یو پاکستانی سناتور مشاهد حسین ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ورته ویلي، د دوی په منځګړتوب پاکستانی حکومت او تحريک طالبان پاکستان یوې هوکړې ته نږدې شوي وو، خو اسلام‌اباد له دې خبرو په شا شو.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې پرون یوه راپور کې د مشاهد حسین له قوله لیکلي، متقي ورته دا څرګندونې په تهران کې د فلسطین په اړه د جوړ شوې غونډې په څنډه کې په غیر رسمي ډول کړي.

د مشاهد حسین له قوله، امیرخان متقي ورته وویل چې د تحریک طالبان پاکستان او اسلام اباد ترمنځ ډېر مسایل حل شوي وو، خو 'ټي‌ټي‌پي' له وفاقي ادارې سره د قبایلي سیمو د ادغام د خمتولو غوښتنه کوله چې پاکستانی حکومت له خبرو شا ته ولاړ او له همدې امله کړکېچ رامنځته شو.

د پاکستاني طالبانو غړي
د پاکستاني طالبانو غړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، مګر د طالبانو حکومت منلې چې په کابل کې یې د تحریک طالبان پاکستان او پاکستاني حکومت ترمنځ د خبرو منځګړتوب کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت بیا له تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات رد کړي او وايي، دوی باید د پاکستان اساسي قانون ومني، وسلې په ځمکه کېږدي او د دولت حاکمیت ته غاړه کېږدي. پاکستاني حکومت د قبایلي سیمو د ادغام ختمول هم سره کرښه بللې ده.

د پاکستان حکومت په ځانګړي ډول د بلوچستان د اطلاعاتو موقت وزیر جان اچکزي دغه ډول د نوم له ښودلو پرته د طالبانو یو شمېر قوماندان د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورن کړي او دا ادعا یې هم کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

خو د طالبانو حکومت یې دا ادعاوې رد کړي او زیاتوي، د افغانستان خاوره خوندي ده.

ښکاري چې نږدې همدې ډول څرګندونو کې د طالبانو حکومت او پاکستاني ریاست ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي دي.

ایکسپریس ټریبیون د پاکستاني سناتور مشاهد حسین له قوله لیکلي، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ورسره خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسنیو ستونزو د اواري لپاره په خبرو اترو ټینګار کړی دی.

په پېښور که له چاودنې وروسته د سيمې انځور. په ډېری داسې بريدونو کې ټي ټي پي ښکېل بلل کېږي. 11Sep2023
په پېښور که له چاودنې وروسته د سيمې انځور. په ډېری داسې بريدونو کې ټي ټي پي ښکېل بلل کېږي. 11Sep2023

د ډسمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ هم رسنیو سره خبرو کې ومنله چېد طالبانو له حکومت سره یې د ترهګرۍ او امنیت په اړه مذاکرات پیل کړي دي.

هغې له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته ویلي وو، دا خبرې د دوی استخبارات مخ‌ته وړي او نه غواړي اوسمهال په دې اړه ډېر جزییات ورکړي.

خو په بنو کې د نومبر په ۲۶مه په پاکستاني ځواکونو له ځانمرګي برید وروسته، پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت غوښتي چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه له‌منځه یوسي او د تحریک طالبان پاکستان یو مشر حافظ ګل بهادر هم ونیسي او دوی ته یې وسپاري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دوی تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون سره مرکه کې ویلي وو، دا بریدونه په دوی پورې اړه نه‌لري او د پاکستان له‌خوا دوی ته ورکړل شویو وړاندیزونو به وڅېړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG