د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

پاکستان یوځل بیا په افغانستان کې د 'ټي‌ټي‌پي' پر پټنځایونو اندېښنه ښودلې


ارشیف: په پاکستان کې د ټي ټي پي وسله وال غړي
ارشیف: په پاکستان کې د ټي ټي پي وسله وال غړي

د پاکستان پوځ یو وار بیا په 'افغانستان' کې د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' د خوندي پټنځایونو او پرمختللو وسلو ته د دوی د لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان پوځ یو وار بیا ادعا کړې چې په ګاونډي هېواد 'افغانستان' کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله‌والو او نورو ترهګرو ډلو خوندي استوګنه دوی ته د ازاد فعالیت زمینه او پرمختللو وسلو ته یې لاسرسی د پاکستان امنیت ته ګواښ دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې یا 'آی ایس پي آر' له لوري په پرونۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې هېواد د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر په مشرۍ د قول اردوګانو په ۲۶۱مه دوه ورځنۍ غونډه کې د پاکستان د امنیتي ننګونو په اړه خبرې شوې دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر
د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر

په اعلامیه کې دغه شان راغلي چې د پاکستان پوځ به د ټولو ترهګرو ډلو چې د اعلامیې په ټکو د دښمن په خوله د پاکستان د ناامنه کولو هڅه کوي او د دوی د ملاتړ پر وړاندې په پوره قوت سره مقابله وکړي.

که څه هم په اعلامیه کې د افغانستان نوم نه دی اخیستل شوی او یوازې د ګاونډي هېواد خطاب شوی، خو بېلابېلو پاکستاني چارواکو له دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان د وسله‌والو په ملاتړ تورن کړی، هغه وسله‌واله ډله چې په وروستیو کې یې په پاکستان کې د لسګونه ترسره شویو حملو مسوولیت منلی.

پاکستاني پوځ ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان افغان غړي په پاکستان کې په خونړیو حملو کې لاس لري.

خو د طالبانو حکومت په وار وار دغه ډول ادعاوې رد کړي دي.

په همدې حال کې د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې د راتلونکې فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان له عمومي‌ ټاکنو وروسته له طالب مشرانو سره د ليدنو په هدف افغانستان ته سفر کوي.

مولانا فضل الرحمان تېره ورځ په اسلام اباد کې یو خبري غونډې ته وویل، کابل ته یې د سفر هدف د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړیکو بیا رغول دي.

هغه زیاته کړه: "له ټاکنو وروسته به زما لومړی کار د افغانستان دوره وي. هلته به د اسلامي امارت له مشرانو سره وګورم. د دواړو هېوادونو 'پاکستان او افغانستان' ترمنځ اړیکې رغول، اعتماد رامنځته کول او د اړیکو ټینګول به زموږ هدف وي. د پاکستان ثبات د افغانستان او د افغانستان خپلواکي د پاکستان اړتیا ده."

افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان د سفر په اړه لا له وړاندې راپورونه ورکول شوي وو، خو معلومه نه وه چې دا سفر به کله ترسره کېږي.

د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان
د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان

هغه ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت کابل ته د تګ بلنه ورکړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې رسنیو ته ویلي وو، مولانا فضل الرحمان کولای شي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو په اړه د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کې ظاهراً ترینګلې ښکاري.

پاکستان افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورنوي او د طالبانو حکومت په پاکستان کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې د دې هېواد کورنۍ مسئله بولي.

څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپل ایکسپاڼه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو خبرو په پیلېدو ټینګار کړی و او ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي او ان د مخامخ شخړو د پېښدو خطر هم موجود دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG