د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

پاکستان ته له افغانستان څخه د وسلو د قاچاق ادعا او د طالبانو غبرګون


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په داسې حال کې چې د نړیوالو جنايي پولیسو یا (انترپول) راپور له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلو د قاچاق په اړه شواهد ښيي، خو د طالبانو حکومت دغه راپور ردوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له کورنیو رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي، هغه وسلې او مهمات چې د دوی له حکومت سره ثبت او راجستر دي، نه قاچاق کېږي، خو دوی تمه لري چې د قاچاقي لارو په اړه دوی ته معلومات ورکړل شي څو دا موضوع وڅېړي.

خو یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې دننه د وسلو پلورل او له افغانستان څخه یې نورو هېوادونو ته قاچاق کول کومه نوې خبره نه ده او له پخوا راهیسې روانه ده.

له دوی ډلې څخه، محمد نعیم غیور ازادي راډيو ته وویل:

" اوس دا ملاحظه کیږي چې د مخالفینو، ازادي غوښتونکو، قومي ګروپونه او تحریک طالبان پاکستان وسلې لري، دا وسلې یې له کومه کړې، دا وسلې د پخواني حکومت او زورواکو څخه پاتې او دوی اخیستي، د افغانستان دننه یو څوک شته چې د وسلو د خرڅولو کار و بار لري، دا يواځي داخلي اړخ نه لرې بلکې پاکستان ته هم قاچاقیږي."

د پوځي چارو یو بل پوه اسحاق اتمر ادعا کوي، هغه ډلې چې د پخواني رژیم پر ضد له طالبانو سره جنګېدلې، په یو نه یو ډول خپله برخه پوځي تجهیزات اخلي او ګاونډیو هېوادونو ته یې قاچاقوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" دا وسلې هغو ډلو خرڅې کړي چې له طالبانو سره یې د جمهوري نظام پر وړاندې جګړه کوله. ان تېر کال، هندي رسنیو راپور ورکړی و چې ډیر غبرګونونه یې راپارول، د دغه راپور له مخې امریکايي وسلې د هند په کشمیر کې له ځینو ډلو سره ليدل شوي."

د نړیوالو پولیسو( انټرپول) لوګو
د نړیوالو پولیسو( انټرپول) لوګو

په اسیا کې، د وسلو او مهماتو د قاچاق په اړه د نړیوالو جنايي پولیسو (انترپول) په راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې په مرکزي، سویلي او ختیځه اسیا کې د ترهګرو ډلو او جنایتکارو سازمانونو لپاره سپکو او ارزانه وسلو ته لاس رسی یوه عادي خبره ګرځېدلې، ځکه چې د انترپول پولیسو په وینا، دا ډلې کولی شي په اسانۍ سره دا وسلې ولېږدوي.

په دغه راپور کې، د نورو تر څنګ پاکستان ته هم اشاره شوې چې د افغانستان پولو ته نږدې یې ٦١٤ کسان نیولي او یو شمېر ناقانونه وسلې او مهمات يې هم تر لاسه کړي دي.

د راپور له مخې، هغه عملیات چې دوی د روان کال د نومبر له ۱۳ څخه تر ۲۴ پورې ترسره کړي، د دې لامل شوي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ناقانونه وسلو د قاچاقي لارو په اړه نورې څیړنې او معلومات ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د لېندۍ میاشتې په ٢٢ نیټه، پاکستان راډيو او ځينو نورو پاکستاني رسنيو خبر ورکړى و چې د دغه هېواد سرحدي پوليسو هغه وسلې او مهمات کشف کړي چې د پيازو په يوه لارۍ کې له افغانستان څخه پاکستان ته لېږدول کېدل.

د دوی د راپورونو له مخې، د دغو وسلو ډېره برخه پرمختللې مهمات لکه: د شپې لید دوربین او د امریکا جوړې شوې «M4» وسلې په یوه لارۍ کې چې ظاهراً پیاز یې پاکستان ته لېږدول، ځای پر ځای شوې وې.

د پاکستان د فدرال د څیړنو عمومي مدیر، محسن حسن بټ د انټرپول په دې راپور کې ویلي چې له افغانستانه د وسلو واردول د پاکستان او منځنۍ اسیا لپاره ګواښ دی چې باید مخنیوی یې وشي.

د انټرپول عمومي مدیر، یورګن سټاک هم په دغه راپور کې ویلي چې غیر قانوني وسلې نورو جرمونو ته لاره هواروي او د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.

په همدې حال کې د دسمبر په پنځلسمه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د وسلو د قاچاق پر موضوع هم خبرې وشوې او په دې غونډه کې د سویس دایمي استازي وویل چې د افغانستان په بازارونو کې یو کلاشینکوف په ۱۳۰ ډالرو پلورل کیږي او د وسلو شتون او پلور د شخړو د پیل سرچینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د وسلو د قاچاق او په تور بازار کې د پلورلو راپورونه ورکړل شوي دي.

هغه راپورونه چې د طالبانو حکومت ویاندویانو رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG