د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

طالب چارواکو سره د ملا فضل الرحمن خبرې؛ مهم ټکي یې څه دي؟


ملا فضل الرحمن
ملا فضل الرحمن

د پاکستان له مطرحو مذهبي – سیاسي څېرو ملا فضل الرحمن یکشنبه کابل ته ورسېد او هلته یې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل.

د جمعیت علمای اسلام ف ګوند په خپله ایکس پاڼه د دې لیدنې اړوند عکسونه او لنډ معلومات خپاره کړي.

په دې معلوماتو کې راغلي چې د ملا فضل الرحمن او مولوي کبیر په لیدنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د دوی د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور او ځینې نور چارواکي هم وو.

د جمعیت ګوند په نورو خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې د دغه ګوند مشر په کابل کې د سیمې د امن او امان اړوند مسایلو په اړه خبرې کوي.

اخوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي له ملا فضل الرحمن سره د طالب چارواکو د لیدنې په درشل کې ویلي چې فضل الرحمن د پاکستان یو مهم سیاسي او مذهبي شخص دی او دوی هیله لري چې سفر یې ښې اغېزې ولري.

د هغه لنډې خبرې یکشنبه ناوخته د طالبانو یوې اړوندې ایکس پاڼې «امارت اسلامي اردو» هم خپرې کړي.

متقي ویلي:

" امېد لرو چې اثرات به یې ښه وي. تر کومه حده چې موږ پوهېږو او د دوی د هیئت راتګ او هغه د هیئت لوی والي ته په کتو معلومیږي چې له هغه طرفه به هم له ځان سره پيغام ولري. هغه به د دې لوري مشرانو سره شریک کړي او له دې طرفه به هم چې څه واوري او وویني هغه به هغه طرف ته(ورسوي)."

ملا فضل الرحمن او د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر
ملا فضل الرحمن او د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

ملا فضل الرحمن داسې وخت افغانستان ته د اړیکو د سمولو په نیت سفر کړی چې په دې وروستیو کې د طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ اړیکې د خرابېدو خواته روانې دي.

پاکستاني چارواکي هلته د بریدونو پړه پر تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلیو ډلو اچوي او تور لګوي چې د پاکستان ډېرې مخالفې وسله والې ډلې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

دا تور طالبانو په کلکه رد کړی دی او ویلي یې دي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې بل چاته ګواښ پېښ شي.

ملا فضل الرحمن ویلي چې په دې سفر کې به د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده د لیدو لپاره کندهار ته ځي، ځکه د ده په خبره د طالبانو واک د هغوی له رهبرۍ سره دی او دی هم د هغه په اجازه افغانستان ته وربلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG