د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

پاکستاني حکومت او 'ټي‌ټي‌پي' ترمنځ د اړیکو د سمون هڅې؛ د طالبانو یو پلاوی سبا اسلام‌اباد ته ځي


د پاکستان حکومت د صدرات ودانۍ
د پاکستان حکومت د صدرات ودانۍ

تمه ده چې د طالبانو حکومت د کندهار والي ملا شیرین اخند په مشرۍ یو پلاوی د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د اړیکو د سمون په موخه سبا اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د پاکستان چاپ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت د کندهار والي ملا شیرین اخند په مشرۍ یو پلاوی سبا اسلام‌اباد ته سفر کوي.

ورځپاڼې د سرچینې له یادولو پرته لیکلي چې په دې پلاوي کې به د طالبانو د دفاع او اطلاعاتو وزارتونو او د استخباراتو ریاست استازي هم وي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي، په دې سفر کې به د طالبانو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره په ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو، په چمن دروازې له ویزې پرته د ټرانزیټ، پاکستاني حکومت ته د تحریک طالبان پاکستان د غړو سپارلو یا هم له سرحدي سیمو د هغوی د انتقال او تر ټولو مهم؛ د ټي‌ټي‌پي او پاکستاني حکومت ترمنځ د خبرو په بیا پیل بحثونه وکړي.

د طالبانو حکومت د کندهار د والي ویاند محمود اعزام او د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو مجاهد تېره شپه د بي‌بي‌سي د ایکس‌پاڼې په یوه سپیس کې وویل، دا سفر د هغو کمېټو د کار د دوام برخه ده چې لا وړاندې جوړې شوي.

خو د پاکستان چاپ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې بیا د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو بر عکس لیکلي، داخبرې د کمېټو په کچه اوس پیلېږي او وروسته به د وزارتونو تر سطحې ورسېږي او راتلونکې غونډه به یې اوونۍ وروسته په کابل کې وي.

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله
د طالبانو مشر ملاهبت‌الله

ایکسپریس ټریبیون دا هم لیکلي چې د طالبانو دحکومت دغه پلاوی به د خپل مشر ملاهبت‌الله پیغام چې ګڼ مسایل رانغاړي اسلام‌اباد ته ورسوي او ترڅنګ به یې کابل ته د جمعیت‌ علماي اسلام ګوند د مشر ملا فضل‌الرحمان د سفر په اړه هم معلومات ورکړي.

خو ورځپاڼې نه‌دي لیکلي چې د ملاهبت‌الله په دې پیغام کې کوم ګڼ مسایل شامل دي.

هاخوا ملا فضل‌الرحمان پرون په ډیره اسماعیل کې یوې غونډې ته وویل چې راتلونکې اوونۍ کابل ته ځي او د سفر هدف یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ "د بې باورۍ فضا" ختمول دي.

خو ایکسپریس ټریبیون بیا د یوه پاکستاني چارواکي له قوله ویلي، اسلام‌اباد ته د ملا شیرین اخند سفر پایلو ته ډېره هیله‌مندي نه‌شته.

په همدې حال کې پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا که څه هم هیله ښيي چې دا سفر د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د سمون په برخه کې یو لار پرانیزي، خو زیاتوي؛ کابل ته د مولانا فضل‌الرحمان او اسلام‌اباد ته د طالب پلاوي سفر دواړه د طالبانو حکومت په غوښتنه کېږي.

هغه وايي: "دا به ښه وای چې یو طرف د پاکستان غوښتنه وی او بل طرف د طالبانو، دلته به توازن هم برابر شوی وای. پاکستان به هم دې ته اماده شوی چې دې ته اړتیا شته. اوس داسې معلومېږي چې لکه د احتیاج صورت چې وي."

په رسنیزه کچه د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د اړیکو کړکېچ په ښکاره د تحریک طالبان پاکستان له امله دی.

پاکستان د طالبانو حکومت یې د ټي‌ټي‌پي په ملاتړ تورن کړی.

اسلام اباد دا هم ویلي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي، خو د یک‌شنبې په ورځ د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد دا رد کړه چې ګنې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې ځالې لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG