د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

ځینې پخواني افغان چارواکي او شنونکي: پاکستان د افغان نجونو د زده‌کړو مخه نیسي


د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

د افغانستان د پخواني حکومت یو چارواکی او یو شمېر سیاسي کارپوهان ادعا کوي چې پاکستان په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي.

د ملي امنیت پخوانی رییس او د ړنګ شوي جمهوري نظام د سولې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزی ادعا کوي چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان یوه پلاوي کابل او کندهار ته سفرونه کړي او طالب چارواکو ته یې مشوره ورکړې چې که ښځو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي، د ده په خبره تباه به شي.

محمد معصوم ستانکزی
محمد معصوم ستانکزی

ستانکزي د کوم سند له وړاندې کولو پرته د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د یوه جګپوړي غړي صلاح الدین ایوبي په مشرۍ د درې کسیز پلاوي دغه سفر افغانستان ته د اسلامي همکاري، د سازمان د پلاوي له سفر سره هم‌مهاله ترسره شوی او ډېره کړې يې ده چې، بايد د دې 'منافقتونو' مخه ونيول شي.

خو د پاکستان جمعیت علمای اسلام، دا ادعا رد کړې او ويلي چې دوى د نجونو د زده کړو مخالف نه دي

د جمعيت علمای اسلام وياند مولانا حافظ حمدالله د يادو ادعاو په اړه ازادي راډيو ته وويل دوى کله هم د طالبانو حکومت ته مشوره نه ده ورکړې چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونه وتړئ.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند: د افغان نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانیستل شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:24 0:00

هغه زیاته کړې: "جمعیت علمای اسلام پاکستان او ټوله نړۍ کې د ښځو د تعلیم ملاتړ کوي. افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د تعلیم د تعطیل مشوره نه‌ده ورکړې، بلکې د هغوی د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو سپارښتنه یې کړې ده."

د اسلامي همکاریو د سازمان پلاوي په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو د حکومت له یو شمېر چارواکو سره یې په کتنه کې له هغوی غوښتي چې د زده‌کړو حق باید له هیچا نه واخیستل شي او ټینګار یې کړی چې د اسلامي لارښوونو سره سم زده‌کړه پر نارينه‌و او ښځينه‌و لازمي ده.

د دغه سازمان په اعلاميه کې، چې د وږي په شپږمه خپره شوې، راغلي چې د پوهنې سرپرست وزير مولوي حبيب الله اغا او د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد نديم ورته په ځواب کې ويلي چې دوى پر ارزونو بوخت دي او کله چې د نجونو لپاره خوندي چاپیریال برابر شي، دوی ته به د زده‌کړو حق ورکړل شي.

په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان هم په دې باور دي، تر هغه چې پاکستان په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو اجازه ورنه‌کړي، په دې برخه کې هڅې بې ګټې دي.

يو له دغو کارپوهانو احمد سعيدي ازادي راډيو سره خبرو کې داسې ادعا وکړه.

احمد سعيدي
احمد سعيدي

هغه وویل: "د اسلامي همکاریو د پلاوي سفر بې ګټې دی، ځکه چې پاکستان او د هغه هېواد دیني عالمان په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو پلويان دي، کله چې پاکستان د ښوونځیو د خلاصولو امر وکړي، هغه وخت امکان لري."

بل سیاسي کارپوه ډاکټر صلاح الدین سعیدي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو مشرتابه وېره لري چې نجونو ته د زده‌کړو په اجازه ورکولو سره به په پاکستان کې د خپلو یو شمېر پلویانو ملاتړ له لاسه ورکړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "هغه څه چې د طالبانو حکومت له منبر څخه وايي، دا هماغه منبر چې په پاکستان کې د طالبانو او د هغوی د متحدینو پر ذهن او فکر حاکم دی، هغه څوک چې د جمهوري ریاست په نسکورېدو کې یې مستقیمه ونډه درلوده، له نظري پلوه، ایا د طالبانو مشرتابه به په ورته عمل سره خپل ملاتړ له لاسه ورکړي؟ او د طالبانو رهبري له هغوی وېره لري."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د دې ادعاو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند د مرستیال بلال کریمي نظر هم واخلي، خو بریالی نه‌شو.

دا ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې تېر کال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ادعا کړې وه چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې د پاکستان په امر بندې شوې دي.

په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د بياځلي واکمنۍ له پيله تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تللو اجازه نه‌لري او د تېر کال له ډسمبر مياشتې راهيسې پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ هم بنديز لګېدلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG