د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

باګچي: په هند کې د افغانستان ډیپلوماتیکې استازولۍ فعالې دي


په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت
په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې هېواد کې د افغانستان ډیپلوماتیکې استازولۍ فعالې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت او په ممبۍ او حیدراباد کې د دې هېواد قونسلګرۍ فعالې دي.

د یاد وزارت ویاند اریندام باګچي د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر په ۷مه د رسنیو په اوونیزې ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې دا تاییده کړه چې د افغانستان دا استازولۍ په هند کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره فعالیت لري.

د باګچي د خبرو یوه برخه چې د هندي رسنیو لخوا خپره شوې، ویلي: "تاسو کولی شئ د بیرغ څخه وګورئ چې دوی د چا استازیتوب کوي او د ادارو د پېژندلو په اړه زموږ دریځ نه دی بدل شوی. زما په اند افغان ډیپلوماتان دلته د مېشتو افغانانو خدمت ته دوام ورکوي."

په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ هم ازادي راډيو ته تاییده کړه چې په هند کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ به په دې هېواد کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه فعالې وي، خو د زیاتو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت د لیندۍ په ۳مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هندي حکومت د فشار او د ډیپلوماتیک ملاتړ د نشتوالي له امله په بشپړه توګه د دې سفارت د تړلو خبر ورکړی و.

خو یوه اوونۍ وروسته یې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د دوی تر کنترول لاندې ملي تلوېزیون سره په مرکه کې په حیدراباد او ممبي کې د افغانستان قونسلګریو سره د دوی د اړیکو په اړه خبر ورکړی او ویلي یې وو چې په راتلونکو ورځو کې به په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت هم بېرته پرانیستل شي.

خو د لیندۍ په ۱۰مه بیا حیدراباد کې جنرال قونسل سید محمد ابراهیم‌خېل او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ په نوې ډیلي کې د هند د حکومت په غوښتنه د افغانستان د سفارت قونسلي مسوولیت پر غاړه واخیست.

هند تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دوی د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

یو شمېر پخواني افغان ډیپلوماتان وايي، که څه هم هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو بیا هم د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د دوی سره د تعامل امکان شته.

په ناروۍ کې د افغانستان پخوانۍ سفیرېه شکریه بارکزۍ
په ناروۍ کې د افغانستان پخوانۍ سفیرېه شکریه بارکزۍ

په ناروۍ کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریې بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل: "هند تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، اعلان یې کړی چې د دې تصمیم هم نه لري، مګر دا د قونسلي خدمتونو وړاندې کول او د طالبانو سره تعامل دا بېله معنا، مفهوم او نظر لري له دې نه چې د طالبانو ډله په رسمیت وپېژندل شي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د هند حکومت یې د سفارت لپاره ډیپلوماتان ومني.

د یادونې ده چې طالبانو په یو شمېر هېوادونو کې هم د افغانستان سفارتونو ته خپل ډیپلوماتان معرفي کړي او یو شمېر سفارتونو بیا د قونسلي کارونو د پرمخ بیولو لپاره د پخوانیو کارکوونکو په موجودیت کې ورسره تعامل کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG