د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

له ملا هبت الله سره د خپلې لیدنې په اړه د ملا فضل الرحمان څرګندونې


ملا فضل الرحمان
ملا فضل الرحمان

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر وايي، د طالبانو له مشر ملاهبت‌الله اخندازاده سره یې کتنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اوسنیو ټولو مسایلو خبرې کړي او د خپلو هڅو تایید یې تر لاسه کړی دی.

د ملا فضل‌الرحمان دا څرګندونې د هغه د ګوند غړو او یو شمېر پاکستاني خبریالانو په ټولنیزو رسنیو خپرې کړي او زیاتوي، هغه دا خبرې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره مرکه کې کړي.

خو د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون بیا له ملا هبت‌الله اخندزاده سره د ملا فضل‌الرحمان د کتنې په اړه پوښتنه او ځواب دواړه له دې مرکې لېرې کړي دي.

خو هغه ویډیو چې د جمعیت علمای اسلام‌ ګوند خپره کړې ملا فضل‌الرحمان په کې وايي، د طالبانو مشر د دوی دا خواهش په ډېره ښه توګه تایید کړی چې دواړه لوري باید په ټولو برخو کې د مرستې او همکارۍ لپاره چمتو اوسي.

په کابل کې له طالب مشرانو سره د ملا فضل الرحمان یوه غونډه
په کابل کې له طالب مشرانو سره د ملا فضل الرحمان یوه غونډه

هغه زیاتوي:

"ډېر ښه عکس‌العمل د هغه له لوري موږ ته راغی او زموږ څومره هڅې چې دي، د هغو ډېر زبردست تایید موږ ته حاصل شوو. موږ د هغوی شکر ګذار یوو. د دواړو ملکونو ترمنځ چې څومره مسایل دي په ټولو هغو خبرې وشوې. زموږ د پلاوي اصلي هدف دا و چې موږ په یوې مسلې کې منحصر نه‌شوو، بلکې په ډېر جامع توګه موږ په ټولو برخو کې یوه و بل سره د مرستې لپاره خپل زړونه اماده کړو او دوی زموږ دا خواهش په ډېره ښه توګه تایید کړ. "

ملا فضل‌الرحمان دې مرکه کې په دې اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړي، مګر خپل سفر یې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د راپورته شویو جنجالونو د حل لپاره یو ښه پیل ګڼلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبت الله او د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر ملا فضل الرحمان ترمنځ په لیدنه کې د ټي‌ټي‌پي د کنټرول او د داعش د خراسان څانګې پر له‌منځه وړلو خبرې شوي دي.

په پاکستانیو رسنیو کې د دې لیدنې په اړه دا هم لیکل شوي و چې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي ترمنځ رسمي یا ناعلان شوی لنډ مهاله اوربند، له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو په ویستو کې نرمي، د چمن سپین بولدک ترمنځ د تګ راتګ لپاره د ویزې شرط لېرې کول او د ټي‌ټي‌پي او پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو بیا پیلېدل د دې خبرو نور موضوعات و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

ملا فضل‌الرحمان افغانستان ته د سفر پر مهال په کابل کې هم له بېلابېلو طالب چارواکو سره وکتل او د راپورونو پر بنسټ، د دې کتنو یوه مهمه موضوع هم د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ د رسنیو په کچه د مطرح کړکېچ پای دی.

XS
SM
MD
LG