د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

پاکستان د افغان سوداګرو پر مخ غلام خان دروازه هم وتړله


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د تورخم دروازې له تړل کېدو ورسته د غلام خان بندر دروازه هم د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولين وايي، پاکستان ټولې هغه لارې چې افغانستان سره پرې تګ راتګ کېږي، د ترانزيټ په مخه تړلي دي.

د يادې خونې يوه مسوول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وويل:

" بدبختانه چې ډنډپټان خرلاڅي کې هم داسې وشول، هغه لار هم وتړل شوه، د بولدک او چمن لار دوه مياشتې درې کېږي چې بنده ده، د انګورو اډه د قومي شخړو پر اساس چې هلته موجودې دي بنده ده، نو تقريباً زموږ ۹۰سلنه لارې له پاکستان سره بندې دي."

که څه هم ښاغلي الکوزي په تېرو دوو ورځو کې دواړو غاړو سوداګرو ته د اوښتو زيانونو په اړه څه ونه ويل، خو يو شمېر سوداګر چې موټرې يې بندې ولاړې دي، وايي سره له‌دې چې تازه مېوې او سبزي يې له خرابېدو سره مخ دي، ترڅنګ يې پر يو کانتينر د ورځې تر ۱۵۰ډالرو پورې کرايه هم راځي.

الکوزی: پاکستان سره د سوداګرۍ ۹۰ سلنه لارې تړل شوې دي
الکوزی: پاکستان سره د سوداګرۍ ۹۰ سلنه لارې تړل شوې دي

نن چې د باروړونکو موټرو پر مخ د تورخم دروازې د تړل کېدو دریمه ورځ ده، یو شمېر سوداګرو ازادي راډیو سره په خبرو کې د باروړونکو موټرو پر مخ د غلام خان بندر د تړل کېدو خبره هم کړې ده.

افغان سوداګر نواب هاشمي چې په غلام خان بندر کې يې ۱۸موټرې بندې ولاړې دي، ازادي راډيو ته وويل:

" پاکستان سره ټولې ترانسپورتي لارې بندې دي، غلام بندر کې زموږ ۱۸ موټرې ولاړې دي، دې خوا د ګربزو په ساحه کې زموږ ۱۲ تشې کانتينرې ولاړې دي، چې پر هر کانتينر باندې د ورځې ۱۵۰ډالر کرايه راځي، دا کانتينرې موږ په کرايه نيولي دي."

یوه افغان سوداګرو انور افغان ځدران ازادي راډيو ته وويل:

" په‌دې کې افغاني تجارانو ته ميليونه ډالر زيان اوړي، اوس د سبزيجاتو او مېوو وخت دی، زما خپله ۲۵ټېلره مال ايسار دی، هغې خواته ولاړ دي، که يوه ورځ نور هم پاتې شي له‌منځه ځي."

د عمر ګل په نوم یو بل افغان سوداګر وایي:

" پرون راهيسې زموږ موټرې غلام خان بندر کې ولاړې دي، ۱۵موټرې دي، ۱۵ميليونه زيان رارسېدلی دی، ټوله مکس سبزي ده، زموږ له حکومتونو څخه هيله ده چې دا لار خوشې کړي، تجارت ته دې ضربه نه رسوي."

دا چې پاکستان سره تړل شوې ترانزيټي لارې به کله پرانيستل شي او په‌دې اړه د طالبانو حکومت څه پلان لري؟ وموغوښتل د دوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو نظر ولرو، خو وياند يې عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته په يوه ليکلي پيغام کې يوازې دومره وويل چې د دې ستونزې د حل لپاره نن د دوی غونډه روانه ده.

افغان سوداګر: د پاکستان لخوا د لارو تړل کېدو درانه مالي زیانونه را اړولي
افغان سوداګر: د پاکستان لخوا د لارو تړل کېدو درانه مالي زیانونه را اړولي

د پاکستان حکومت د تورخم دروازه د تېرې شنبې په ورځ د باروړونکو موټر چلوونکو په مخه وتړله او دوی ته يې د پاسپورټ د لرلو شرط وړاندې کړ چې په ځوابي عمل کې طالبانو هم له ها غاړې د بار وړونکو موټرو راتګ بند کړ.

تېر ماښام د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د تورخم لپاره د طالبانو د کميسار مولوي عبدالجبار حکمت په حواله خبر ورکړ چې نوموړي له پاکستاني لوري سره خبرې کړي، خو هغوی ورته ويلي چې دا پرېکړه د پاکستان د حکومت مرکزي مسوولينو کړې ده.

په روان لمريز کال کې دا دويم ځل دی چې د ورته ستونزې له امله د بار وړونکو موټر چلوونکو په مخه د تورخم دروازه تړل کېږي، خو تر دې مخکې څو ځل د امنيتي دلايلو له امله هم تړل شوې ده.

تر دې مخکې د لړم مياشتې په ۳۰مه نېټه هم ياده لاره د يوې ورځې لپاره تړل شوې وه چې بيا د دواړو لوريو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته بېرته پرانيستل شوه.

له څو ورځو راهیسې پاکستان تورخم دروازه هم تړلې
له څو ورځو راهیسې پاکستان تورخم دروازه هم تړلې

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يوه مسوول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وويل، هغه مهال د پاکستان حکومت افغان موټرچلوونکو ته وخت ورکړ چې پاسپورټونه ترلاسه کړي، خو موټر چلوونکي د تخنيکي ستونزو له امله ونه توانېدل چې پاسپوټونه ترلاسه کړي، نو ځکه پرې د پاکستان حکومت لاره وتړله.

سوداګر وايي، د لارې د تړل کېدو د دوام له امله د تازه مېوو او سبزيو د خرابېدو سره ښايي د دواړو خواو سوداګرو ته ميليونونه ډالر زيان واوړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG