د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د تورخم دروازې د تړلو دوام به د افغانستان او پاکستان پر بازارونو څه اغېز ولري؟


تورخم دروازه پرون د پاکستان لخوا د ترانزیت پر مخ وتړل شوه
تورخم دروازه پرون د پاکستان لخوا د ترانزیت پر مخ وتړل شوه

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د ټرانزیټي مالونو پرمخ د تورخم دروازې تړل کېدل به، په افغانستان او پاکستان کې پر مارکېټ او بیو مستقیم اغېز وکړي.

دغه دروازه د شنبې سهار وختي د ټرانزیټي مالونو پرمخ وتړل شوه چې د سوداګرو او د لویو موټرو د چلوونکو زیات شکایتونه یې پارولي دي.

د دې لارې د تړل کېدو عمده علت د پاکستان له خوا د باروړونکو موټرو له چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتل ښوول شوي دي. د طالبانو حکومت هم په بالمثل اقدام سره د باروړونکو موټرو د داخلېدو مخه نیولې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې یوه مشر، خان جان الکوزي پرون ناوخته له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې دروازې تړل کېدل لویه ستونزه وبلله او ویې ویل:

" دواړو لوریو له ۸۰۰ تر ۹۰۰ زیات کانټینر او باروړونکي موټر ولاړ دي، چې دا واقعاً ډېر لوی زیان دی. دا کار هم د افغانستان او هم پاکستان پر بازار تاثیر کوي، بیې لوړوي او موادو ورسره کمېږي. بل لوري ته، ځینې داسې مالونه په کې دي چې خرابېږي، لکه: مېوه، سبزیجات او نور."

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

ښاغلی الکوزی وايي، زیات وخت تجارت د سیاست قرباني کېږي، ځکه نو تل دغسې دروازې د افغانستان د مالونو پرمخ تړل کېږي چې له کبله یې افغان سوداګرو ته سخت مالي زیانونه اوړي.

افغان سوداګر حاجي يمين وايي په تازه مېوو بار دوه موټرونه یې په تورخم دروازه کې ولاړ دي، وایي:

" زموږ خپلې موټرې هم په تورخم کې ولاړې دي، که دا خپل وخت ته ونه رسېږي، ډېر لوی زيان دی، يو خو ګمرکي محصول موږ باندې ډېر زيات دی په ځانګړي ډول پر مېوې، بيا چې دا هلته ايسار شي او دې خوا راشي، بيا دا محصول نه‌شي پوره کېدلی، کرايه لوړه ده."

د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم له افغان موټرچلوونکو څخه د پاسپورټ او ویزو غوښتنه کړې وه، چې د تېر ۲۰۲۳ م کال د ډسمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.

د لاریو هغه کتار چې له پاکستان څخه افغانستان ته سوداګریز توکي لېږدوي
د لاریو هغه کتار چې له پاکستان څخه افغانستان ته سوداګریز توکي لېږدوي

په تېره ډسمبر میاشت کې د دویم ځل لپاره تورخم دروازه د طالبانو د کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب په وینا، د افغانستان په خاوره کې دننه د پاکستان له خوا د تاسیساتو د جوړولو د مخنیوي په سبب تړل شوې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ویلي چې مخکې د یوې موافقې له مخې افغان موټرچلوونکو تر پېښور او پاکستاني موټرچلوونکو تر جلال اباد پورې له پاسپورټ او ویزو پرته تګ راتګ کولی شو.

د یوې پخوانۍ موافقې له مخې، افغان ناروغانو هم کولی شوای چې له ویزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته سفر وکړي، خو د دغو کسانو لېست له وړاندې د طالبانو سرحدي چارواکو ته سپارل کېده چې هغوی له پاکستاني لوري سره شریکاوه.

خو د پاکستان حکومت د تېر ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې د یوې پرېکړې له مخې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته، هېڅ افغان له پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته نه شي داخلېدی.

پاکستان د دې نوې تګلارې هدف پاکستان ته د هغو کسانو د غیرقانوني داخلېدو مخنیوی ښوولی چې په باور یې په تروریستي فعالیتونو او قاچاق کې ښکېل دي.

افغان سوداګر غوښتنه لري چې له پاکستان سره باید پر تجارتي تړونونو له سره غور وشي، ځکه د دوی په وینا پاکستان په ځانګړي ډول د افغانستان د مېوو د رسېدو په وخت کې په یوه او بله پلمه د افغانستان د مالونو پر مخ تورخم او نورې دروازې تړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG