د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خونې مسوولان وايي، سږ کال له دغه ولایت څخه د ۹۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت تر ۱۶ زره ټنه زیات انځر بهر ته صادر شوي دي.
بلخوا د انځرو سوداګر شکایت کوي چې لا يې هم بانکي ستونزې حل شوې نه دي او د صادراتو پر مهال د پاکستان پر لار له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.
دغه سوداګر د پاکستان پر ځای د بدیلو لارو غوښتنه کوي.
په دې اړه زموږ د همکار، د راپور اورېدو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ: