د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ایران د پاکستان په خاوره کې د 'جیش العدل' پر ډلې بریدونه کړي


ارشیف
ارشیف

ایران ادعا کړې چې د پاکستان په خاوره کې یې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په توغندیزو بریدونو او بې پیلوټه الوتکو په نښه کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران ته نږدې تسنیم خبري اژانس تېر ماښام راپور ورکړ چې په نښه شوې سیمه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې زرغون غر دی هغه ځای چې د ایراني چارواکو د ادعا له مخې د جیش العدل ډلې یو لوی مرکز په‌کې پروت دی.

ایراني چارواکو ادعا کړې چې په توغندیزو او ډرون الوتکو بریدونو سره یې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په نښه او له منځه وړي دي.

دا برید وروسته له هغه شوی چې جیش العدل ډلې د ایران د سیستان و بلوچستان په راسک کې په ایراني پولیسو د یوه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

په هغه برید کې یو ایرانی پولیس وژل شوی و.

تر دې مخکې هم جیش العدل ډلې تېر ډسمبر د ایران په راسک کې د پولیسو یو مرکز تر برید لاندې نیولی وو او لږ تر لږه یوولس ایراني ځواکونه یې وژلي وو.

د امریکا په ګډون ایران او یو شمېر لوېدیځو هېوادونه جیش العدل ډله یو ترهګر سازمان ګڼي.

د پاکستان په خاوره تر بریدونو مخکې ایران په عراق او سوریه کې هم یو لړ بریدونه کړي دی.

د ایران سپاه پاسداران له خوا د عراق د کردستان په ایربیل کې بریدونو تُند عکس العملونه یې پارولي.

ایراني رسنیو د سه شنبې په سهار راپور ورکړ چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هغه څه چې دوی د عراق په کردستان کې د اسراییلي جاسوسانو هدفونه بللي په توغندیو وویشتل.

د ایران راکټي بریدونه
د ایران راکټي بریدونه

د دغو بریدونو په غبرګون کې بغداد له ایرانه خپل سفیر ور وغوښت او د ایران سفیر یې هم احضار کړ.

امریکا متحده ایالتونو او ناټو سازمان د عراق په خاوره کې د ایران راکټي بریدونه په کلکه غندلي دي.

د عراق په کردستان کې چارواکو ویلي دي چې د اربیل په ښار کې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکي کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد له راتلونکو اقداماتو څخه به یو دا وي چې د دغو بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې په غزه کې د اسراییلو د جګړې له امله په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او د جګړې د پراخېدو اندېښنې یې راپورته کړې دي.

اسراییلو وروسته له هغه په غزې بریدونه پیل کړل چې د امریکا او اروپا له خوا ترهګر ګڼل شوې ډلې حماس په اسراییل د اکتوبر په اوومه بریدونه وکړل.

له حماسه د سیمې ګڼې نورې وسله والې ډلې له هغې جملې حوثي یاغیان ملاتړ کوي چې د ایران له مرستو او همکاریو برخمن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG