د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

حوثي یاغیانو د امریکا پر یوې بېړۍ برید کړی


حوثي یاغیان
حوثي یاغیان

د امریکا پوځ وايي چې حوثي یاغیانو پرون دوشنبې د یو امریکايي شرکت اړونده باروړونکې کشتۍ په توغندي وویشته. له دې سره دا وېره نوره هم زیاته شوه چې په دې ناآرامه سیمه کې کړکېچ ټول منځني ختیځ ته خپور شي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه یا سنتکام وايي، پر دې کشتۍ د مارشال ټاپوګانو بیرغ پرې رپېده او د توغندي د لګېدو په نتیجه کې اور پکې ولګېد خو مرګ ژوبله یې نه ده پېښه کړې او خپل سفر ته دوام ورکوي. سنتکام پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ایران پلوو حوثي وسله والو دا کشتۍ په یمن کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو څخه د کشتیو ضد یو بالستیک توغندي په وسیله په نښه کړه.

حوثي یاغیانو تراوسه په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې خو پوځي څانګې یې او د یمن د حکومت یوې سرچینې فرانسپرس خبري آژانس ته وویل چې پرون دې ډلې درې توغندي ویشتلي دي.

امریکایي ځواکونو هم پر حوثیانو بریدونه کړي
امریکایي ځواکونو هم پر حوثیانو بریدونه کړي

د سره سمندرګي جنوبي لور ته د عدن په خلیج کې پرونۍ پېښه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د حوثي یاغیانو له خوا د امریکا د یوې لویې پوځي کشتۍ پرلور ویشتل شوی توغندی شنډ شو. همداراز د جمعې په ورځ امریکا او برتانیا د یمن په هغو څو سیمو کې چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي هوايي حملې وکړې.

د حوثیانو توغندیو او پر یمن بمبارۍ دا وېره رامنځ ته کړې ده چې په غزه کې روانه جګړه ټولې سیمې ته خوره شي. حوثي وسله وال وايي په سره سمندرګي کې د دوی د حملو هدف له غزې سره خواخوږي ده.

د نړۍ د سوداګریزو کشتیو په سلو کې شاوخوا ۱۲ د یمن او جیبوتي ترمنځ په سره سمندرګي له پراته تنګي څخه تېرېږي او وروستیو حملو د دې کشتیو تګ راتګ اغېزمن کړی دی. متحدوایالتونو تېره میاشت یو امنیتي پلان اعلان کړ چې هدف یې د سره سمندرګي په دې برخه کې د کشتیو د تګ راتګ امنیت ټینګول بلل شوي دي. خو حوثي یاغیان له پرله پسې خبرداریو سره سره خپلو حملو ته دوام ورکوي.

د تېرې جمعې په ورځ د حوثي یاغیانو پر مرکزونو د متحدوایالتونو او برتانیا له هوايي حملو وروسته دې ډلې اعلان وکړ چې دا دوه هېوادونه اوس د دوی لپاره مشروع اهداف دي.

XS
SM
MD
LG