د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

سپینه ماڼۍ: یمن کې د جګړې نیت نه لرو، یوازې حوثي یاغیان ځپو


په سره سمندرګي کې د حوثي یاغیانو خلاف د امریکا او برېتانیا عملیات
په سره سمندرګي کې د حوثي یاغیانو خلاف د امریکا او برېتانیا عملیات

سپینه ماڼۍ وایي، واشنګتن دا نیت نه لري چې په یمن کې جګړه وکړي خو که حوثي یاغیانو په سره سمندرګي کې بریدونو ته دوام ورکاوه په نورو اقداماتو به لاس پورې کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي پرون وویل چې هېواد یې په یمن کې هیڅ راز جګړې ته لېواله نه دی او ولسمشر بایډن هڅې کوي چې د دې جګړې د پراخیدو مخه ونیسي.

بل لور ته حوثیانو خبرداری ورکړ.

د دوی د پوځ ویاند یحیی سریع د جمعې په ورځ وویل چې د امریکا او برېتانیا برید به بې ځوابه پاتې نه شي.

د یمن په صنعا کې پرون په زرګونو یمنیانو د امریکا او برېتانیا پرضد شعارونه ورکړل.

د راپورونو له مخې، د امریکا متحدو ایالتونو او برېتانیا وړمه شپه د یمن په بېلابېلو سیمو کې پر شپاړسو ځایونو بمباري وکړه.

یمن کې د حوثي یاغیانو د پلویانو لاریون
یمن کې د حوثي یاغیانو د پلویانو لاریون

حوثیان بیا وایي چې درې اویا حملې شوې دي چې پکې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

د نومبر له میاشتې راپه دې خوا حوثي یاغیان په سره سمندرګي کې تجارتي بېړۍ په نښه کوي او وایي چې دوی په دې ډول له اسراییل څخه د غزې د جګړې غچ اخلي.

تر دې دمه حوثیانو بیا- بیا هغه کښتۍ په نښه کړې دي چې د نورو هېوادونو بیرغونه پرې رپیږي.

واشنګتن دا شک څرګندوي چې له حوثیانو سره په دې بریدونو کې ایرانیان استخباراتي اطلاعات شریکوي او دې یاغیانو ته وسلې چمتو کوي.

د یمن ګاونډی سعودي عربستان چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې پر حوثیانو د هوایي بمباریو د کمپاین مشري کوله، اوس د زغم او د تاوتریخوالي د نه پراخیدو غوښتنه کړې ده.

د حوثي یاغیانو خلاف په سره سمندرګي کې عملیات
د حوثي یاغیانو خلاف په سره سمندرګي کې عملیات

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې، ریاض چې له ایران سره یې اوس اړیکې ښه شوې دي، نه غواړي چې دا روابط خراب شي او په ورته وخت کې نه غواړي چې په یمن کې د حوثیانو او په تبعید کې د یمن د حکومت ترمنځ اوربند مات شي.

مصر هم چې له سعودي عربستان سره ډیر ښه روابط لري، دغو بریدونو ته اندېښنه ښکاره کړه .

پرون د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې هېواد یې دې ته اندېښمن دی چې په سره سمندرګي کې له دې بریدونو سره جګړه پراخه نه شي.

د امریکا د هوایي ځواکونو د قوماندې مرکز ویلي دي چې دوی په یمن کې د دغو بریدونو پرمهال د حوثیانو د قوماندې او کنټرول پر مرکز، د دوی د وسلو په زېرمتونونو او هوایي مدافع پر سیستم تمرکز وکړ.

برېتانیا وویل چې د دوی ځواکونو د بني په سیمه کې هغه ځای وویشت چې حوثیان ترې ډرون الوتکي الوځوي، همداراز یې د عبس په سیمه کې هغه ځای په نښه کړ چې له هغه هم بې پیلوته الوتکې پورته کیږي او کروز توغندي توغول کیږي.

تر دې بریدونو وروسته د تېلو بیې په نړیوالو بازارونو کې څلور فیصده لوړې شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG