د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

ایران د حوثي یاغیانو پر اهدافو د امریکا او بریتانیا د ځواکونو بریدونه وغندل


د امریکا او بریتانیا د ګډو ځواکونو یوه الوتکه چې پر حوثي یاغیانو یې برید کړی دی.
د امریکا او بریتانیا د ګډو ځواکونو یوه الوتکه چې پر حوثي یاغیانو یې برید کړی دی.

ایران په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو د امریکا د متحدو ایالتونو او بریتانیا د ځواکونو بریدونه وغندل.

حوثي یاغیان چې د ایران له ملاتړه برخمن دي وايي چې د امریکا د متحدو ایالتونو او بریتانیا په پوځي حملو کې یې ۵ غړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د حوثي یاغیانو د پوځي څانګې ویاند یحیی سریع په هغه وینا کې چې پر تلوېزیون خپرېده د دې موضوع له اعلان سره وویل چې په دغو عملیاتو کې د حوثي یاغیانو خلاف ۷۳ حملې شوې دي.

خو واشنګټن ویلي چې د امریکا د متحدو ایالتونو سمندري ځواکونو او متحدانو یې د یمن په ۱۶ ساحو کې د حوثي یاغیانو پر څه باندې ۶۰ اهدافو بریدونه کړي دي.

ایران، په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو د امریکا د متحدو ایالتونو او بریتانیا د ځواکونو بریدونه وغندل.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي دغه اقدام وښوده چې امریکا او متحدان یې په سره سمندرګي کې د ایران له ملاتړه د برخمنې دغې یاغي ډلې د حملو زیاتېدل نه شي زغملی.

د هغه په وینا، د حوثي یاغیانو دغو حملو د بېړۍ چلولو د لارو ازادۍ او په سیمه کې امریکايي پرسونل ته خطر پېښ کړی و.

بایډن ویلي چې په سره سمندرګي کې پر نړیوالې بېړۍ چلونې د حوثي یاغیانو د بې ثباتوونکو او خطرناکو بریدونو په ځواب کې د امریکا او بریتانیا پوځ د اسټرالیا، بحرین، کاناډا او هالند په همکارۍ په یمن کې د حوثيانو تر ولکې لاندې سیمو کې پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.

بلخوا د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن خبرداری ورکړی، که حوثي یاغیان خپل بریدونه ونه دروي ډېر نوی تاوان به پرې کړي، خو حوثي یاغیانو خبرداری ورکړی چې د امریکا او بریټانیا پر هوايي بریدونو سربېره به په سره سمندرګي کې له اسراییل سره تړلې کښتۍ په نښه کوي.

خو د امریکا د متحدو ایالتونو، بریتانیا او اسټرالیا چارواکو د حوثي یاغیانو د مورچلونو خلاف د حملو دفاع کړې، هغه یې 'محدودې، متناسبې او اړینې' بللي، چې په سمندرګیو کې د بېړۍ چلونې د ازادۍ او د نړیوالې سوداګرۍ تضمین کوي.

په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې د جګړې له پیله حوثي یاغیان د حماس ډلې په ملاتړ په سره سمندرګي کې پر اسراییل پورې تړلې کښتۍ په نښه کوي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی توندلارې ډلې حماس د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور ټپیان کړل.

حوثي یاغیانو ادعا کړې چې په سره سمندرګي کې د کښتۍ چلونې پر مسیر د دوی حملې، له فلسطینیانو او حماس ډلې د دوی ملاتړ په ډاګه کوي.

سپینه ماڼۍ وايي، د حوثي یاغیانو د اقداماتو له کبله څه باندې ۲۰۰۰ کښتۍ مجبوره شوي، پر سره سمندرګي له تګ د ډډې کولو لپاره پر بدیلو لارو په زرګونو کیلومتره اوږده مزلونه وکړي او د څه باندې ۲۰ هېوادونو یا د کښتۍ عمله یرغمل شوي یا هم د حوثي یاغیانو د سمندري غلاوو له کبله له خطر سره مخامخ شوي دي.

د بریتانیا او امریکا له خوا دا تازه حملې داسې وخت کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره چهارشنبه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له حوثي یاغیانو په کې غوښتل شوي چې په سره سمندرګي کې پر تجارتي کښتیو خپلې 'بېباکانه' حملې بندې کړي.

چین او روسیه له هغو څلورو هېوادونو دي چې دغه پرېکړه لیک ته یې ممتنع یا سپینه رایه ورکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG