د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

پر غزې د اسراییلو توغندویي بریدونه؛ ۲۰ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي


د پېښې سیمې ته منسوب تصویر
د پېښې سیمې ته منسوب تصویر

د غزې روغتیايي چارواکو نن خبر ورکړ چې د مصر سرحد ته نژدې پر جنوبي ښار رفح د اسراییلو په توغندويي حملو او بمباریو کې درې کورونه لګېدلي چې په نتیجه کې یې شل تنه فلسطینیان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي.

چارواکي وايي په دې حملو کې فلسطینی خبریال عادل زعرُب Adel Zurub او د هغه د کورنۍ ګڼ غړي هم وژل شوي.

له دې سره په غزه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر د حماس ډلې په مشرۍ د روغتیايي چارواکو په وینا ۹۷ ته لوړ شو. حماس د متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.

لسګونه زره بېځایه شويو فلسطینیانو د غزې پر شمال د اسراییلو له حملو څخه د خونديتوب لپاره په رفح کې پناه اخیستې خو دا وېره په زیاتېدو ده چې دا سیمې هم نورې نو خوندي نه دي.

بل خوا د غزې د روغتیا وزارت ویاند رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې په شمالي سیمه جبالیه کې د اسراییلو یوه برید ۱۳ کسان وژلي او ۷۵ نور یې ټپیان کړي دي. نن سهار د غزې د جنوبي ښار خان یونس اوسېدونکو هم د حماس ډلې او اسراییلي پوځیانو ترمنځ د درنو جګړو خبر ورکړ.

د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه
د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

اسراییلو د حماس د اکتوبر د اوومې له خونړي برید وروسته چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې برمته کړل، د دې سختدریځې ډل د ځپلو لپاره پوځي عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې ټوله غزه ویجاړه شوې، لوږه، بېوزلي او د بېځایه شویو خلکو شمېر زیات شوی او د فلسطیني چارواکو په وینا په ټوله کې نژدې شل زره فلسطینیان ووژل شوي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې د ملکي وګړو د وژنې په مسئله کې له بهر څخه تر سخت فشار لاندې دی ویلي چې دا جګړه به تر هغه ونه دروي چې پاتې ۱۲۹ تنه اسراییلي برمته خلاص شوي نه وي.

د غزې جګړه اوس د سره سمندرګي سیمې ته هم غځېدلې او په دې ترڅ کې د یمن ایران پلوې حوثي ډلې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله د تجارتي کشتیو ویشتل پیل کړي دي. له دې حملو وروسته د څو هېوادونو په ګډون د یوه ځواک د جوړېدو پرېکړه وشوه څو په سیمه کې د تجارتي کشتیو امنیت ونیسي خو حوثي ډله وايي چې دوی به خپلو حملو ته دوام ورکړي.

د دې ډلې یوه مشر محمد عبدالسلام رویټرز آژانس ته وویل چې که د نړیوال ائتلاف ځواکونه وي که نه وي، دوی به حملو ته دوام ورکړي. خو هغه زیاته کړه چې حوثي ډله به یوازې اسراییلۍ کشتۍ او هغه کشتۍ چې اسراییلو ته ځي په نښه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG