د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۸

غزه کې د ملکیانو د وژنې زیاتېدا او د روغتونونو ویجاړېدل؛ پر اسراییل نړیوال فشارونه زیات شوي

غزه کې د روانو جګړو له کبله د ویجاړیو انځور
غزه کې د روانو جګړو له کبله د ویجاړیو انځور

په غزه کې د ملکیانو د وژنې د زیاتېدا او د روغتونونو د ویجاړولو له کبله پر اسراییل نړیوال فشارونه زیات شوي دي.

د غزې تړانګې د جګړې د اوږدېدو له کبله پر اسراییل نړیوال فشارونه په زیاتېدو دي او ټاکل شوې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې د غزې دننه "د سملاسي او باثباته" اوربند غوښتنه وکړي.

په غزه کې مرګونې جګړه وروسته تر هغه پیل شوه چې حماس سخت دریځې ډلې چې د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي، د تېرې اکټوبر میاشتې په ۷مه نېټه پر اسراییل بې ساري غلچکي بریدونه وکړل.

په لومړیو کې د حماس په بریدونو کې د شاوخوا ۱۴ سوه اسراییلیانو د وژنې راپور ورکړل شو، خو فرانس پرېس اژانس د اسراییلي چارواکو په حواله اوس د وژل شویو اسراییلیانو شمېر ۱۱۳۹ او د برمته شویو هغو ۲۵۰ یاد کړی دی.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې ده ویلي چې دغلته د اسراییلي پوځیانو د جګړې له پيله تراوسه له ۱۸۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.

پر غزې د اسراییل بریدونه لا هم دوام لري او پرون یکشنبه هم د دوی د بمباریو له کبله د لسګونه فلسطینیانو د وژنې راپورونه خپاره شول.

فرانس پرېس په غزه کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی او ویلې یې دي چې اکثره اوسېدونکي یې بې ځایه شوي او د سون توکو، خوړو، اوبو او درملو له کموالي سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د غزې د هرو دریو روغتونونو له ډلې نږدې یو هغه یې څه نا څه فعالیت کوي.

د یکشنبې په ورځ اسراییلي پوځیانو د غزې په جنوب کې د نصر په نوم روغتون باندې هم برید وکړ چې یو تن په کې ووژل شو او ۷ نور ټپیان شول.

د غزې د عامې روغتیا وزارت پرون راپور ورکړی چې اسراییلي پوځیانو پر العوده روغتون هم چاپه وهلې او د هغې کارکوونکي یې توقیف کړي دي.

همدې وضعیت اوس لوېدیځ هېوادونه هم اړ کړي چې پر اسراییل فشار راوړي او د جرمني، فرانسې او بریتانیا چارواکو غزه کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم چې د منځني ختیځ په سفر بوخت دی په غزه کې د ملکیانو پر مرګ ژوبلې نیوکه کړې ده.

د اسراییل صدر اعظم بنیامن نتنیاهو یو ځل بیا د حماس د ریښې وچولو تر وخته د جګړې د دوام خبره کړې او ویلې یې دي، جګړه به تر هغو روانه وي چې د دوی ټول یرغمل شوي کسان خوشې او په خبره یې دا ډاډ رامنځته شي چې غزه به بیا "د ترهګرۍ په مرکز" نه بدلېږي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG