د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

غزې ته د بشري مرستو د لېږد د یوې لارې پرانیستل


غزې ته د بشري مرستو یو روان کاروان
غزې ته د بشري مرستو یو روان کاروان

د اسراییلو او غزې تړانګې ترمنځ د کِریم شالوم لار د یکشنبې په ورځ غزې ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره خلاصه شوه.

دا لار د اکتوبر له اوومې پر اسراییل د حماس ډلې له برید سره تړل شوې وه.

په تېرو لسو اوونیو کې غزې ته بشري مرستې یوازې د مصر له رفح لارې رسېدلې دي.

د نړیوالو او بشري سازمانونو له ټینګار وروسته د اسراييلو کابينې د کريم شالوم بندر له بيا پرانیستلو سره موافقه وکړه.

د دې پرېکړې په اساس دا لار د یکشنبې په ورځ پرانیستل شوه او د مرستو لومړنۍ لارۍ غزې ته ننوتلې.

رویټرز اژانس ته د هلال احمر سرچینو ویلي چې په لومړۍ ورځ لږ تر لږه ۷۹ په مرستو بار لارۍ غزې ته رسېدلي.

غزه کې جګړه او وسله والې شخړې لا هم دوام لري
غزه کې جګړه او وسله والې شخړې لا هم دوام لري

د کریم شالوم لار له بیا پرانیستې تود هرکلی شوی دی.

له دې ډلې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره کاترین کولونا چې اسراییل او فلسطین ته تللې وه د یکشنبې په ورځ یې بن ګورین هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل:

"د کریم شالوم عبوري سیمې بیا پرانیستل په ښه لوري حرکت دی. موږ باید دا اقدام وستایو خو تر څنګ یې اړینه ده چې لا قاطع او چټک ګام پورته کړو مخکې له دې چې دا پېچلی وضعیت زموږ په شان دوو میلیونو انسانانو ښځو او سړیو ته یوه تراژيدي وګرځي."

غزه چې د اسراییلو تر بمباریو لاندې ده لکونه خلک یې له لوږې سره مخ دي او بشري مرستو ته سترګې په لار دي.کریم شالوم وروسته له هغه پرانیستل شو چې د نړۍ ګڼو هېوادونو او ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسېدو لپاره د لا زیاتو لارو د خلاصولو غوښتنه وکړه.

د غزې یو میلیون او نهه لکه خلک د اسراییل تر بریدونو وروسته له خپلو کورونو کډې ته اړ شوي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG