د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د اسراییل پوځ په غزه کې د لسګونو افراطي وسله‌والو د نیولو ادعا کړې


په غزه کې د اسراییلود روانو عملیاتو انځور
په غزه کې د اسراییلود روانو عملیاتو انځور

د اسراییل پوځ پرون اعلان وکړ چې د غزې په شمال کې یې په لسګونو افراطي وسله‌وال نیولي دي.

د اسراییل دفاعي ځواکونو پرون پنجشنبه د غزې د شمال په کمال روغتون کې د فلسطیني وسله‌والو کسانو د تصاویرو په خپرولو سره ادعا وکړه، چې په لسګونو جګړه مار یې نیولي دي.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، اسراییلي ځواکونو د کورنیو استخباراتو د بنسټ په همکاري یوه وداني، چې د اعلامیې له مخې یوه روغتون ته څېرمه د حماس تروریستي ډلې له خوا کارول کېدله، موندلې ده.

د اسراییل د پوځ په وینا، د عملیاتو پر مهال یوه اندازه وسلې او مهمات د اسراییلي ځواکونو لاس ته ورغلي او دغو ځواکونو له څو وسله‌والو سره وسله‌واله نښته کړې چې په نتیجه کې یې ځینې وسله‌وال وژل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې شاوخوا ۷۰ نور افراطي وسله‌وال خپله تسلیم شوي او دغه کسان د اسراییل د پوځ د خفیه خدماتو یوې قطعې ته سپارل شوي دي.

په همدې حال کې د اسراییل پوځ ظاهراً د افراطي ډلې حماس د رهبر، یحیی سنوار په باب د اطلاعاتو په بدل کې ۴۰۰زره ډالره جایزه اعلان کړې ده.

د یحیی سنوار د ورور محمد سنوار د استوګنې د ځای لپاره ۳۰۰زره ډالره او د حماس د پوځي مسوول محمد ضیف د ځایځایګي پر سر ۱۰۰زره ډالره جایزه پیشنهاد کړې ده.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه د حماس افراطي ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

وروسته له هغې چې حماس افراطي ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ نور کسان یې یرغمل کړل، د اسراییل پوځ غواړي چې په غزې تړانګه کې د حماس ډلې ټول مشرتابه ختم کړي.

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نتنیاهو د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان ته چې اسراییل ته یې پرون سفر وکړ ویلي، اسراییل به د حماس ډلې په وړاندې «تر نهايي بریا» پورې خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نتنیاهو له سالیوان سره د سیمه ییزو تعهداتو له دې جملې په لبنان کې د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب الله ډلې، په یمن کې د حوثي یاغیانو، د حماس له بنده د برمته شویو کسانو د خوشې کېدو او په غزه کې ملکیانو ته د بشري مرستو د دوام په باب خبرې وکړې.

تر دې مخکې د اسراییل دفاع وزیر یوآف ګلانت پرون پنجشنبه وویل چې د افراطي ډلې حماس ختمول به څو میاشتې وخت ونیسي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي چې په غزه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو له کبله څه باندې ۱۸زره فلسطینیان وژل شوي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړې نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG