د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

غزه کې د جګړې تېزوالی؛ فلسطیني فعالانو د اوربند لپاره په نړیواله کچه هڅې پیل کړي


د غزې په خان یونس کې د روانې جګړې یو انځور
د غزې په خان یونس کې د روانې جګړې یو انځور

په داسې حال کې چې د اسراییل پوځ د غزې د جنوبي برخې په ګڼ مېشتې سیمې خان یونس کې د سختدریځې حماس ډلې پر وړاندې جګړه تېزه کړې، په سیمه کې د اوربند لپاره غوښتنې هم مخ په زیاتېدو دي.

د اسراییل پوځ د ټانکونو په ملتیا د غزې په جنوب خان یونس ښارګوټي او شاوخوا سیمو کې د سخت دریځې حماس ډلې پر وړاندې جګړه لوېدیځ لور ته غځولې ده.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

اسراییل په خان یونس کې پر جګړې وروسته له هغې تمرکز کړی چې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې یې د غزې په شمالي برخه کې پوځي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د غزې د ۲،۳ میلیونه وګړو اکثریت دې ته مجبوره شول چې له خپلو سیمو بې ځایه شي.

د رویټرز خبري آژانس د راپورله مخې هغو راپورونو ته په پام چې د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې روغتیایي وضعیت ناورین بللی، فلسطیني فعالانو په غزه کې د اوربند لپاره پر اسراییل د فشارونو لپاره د ګډو هڅو په ترڅ کې نن دوشنبې د نړیوال اعتصاب غوښتنه کړې ده.

خو د راپور له مخې نه ده څرګنده چې ایا دغه غوښتنه به چې وایي، اوس یې وخت دی چې په ټوله نړۍ کې اعتصاب وشي، په نړیواله سطحه بدرګه شي یا هغه به پر اسراییلي جنګي الوتکو اغېز وکړي، که‌نه؟

په عین حال کې د ډیپلوماتانو له قوله ویل شوي چې په پام کې ده، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله چې ۱۹۳ غړي لري، سبا سې شنبې د یوه پرېکړه لیک پر مسودې رایې واخلي چې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي.

د تېرې جمعې په ورځ د امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ویتو کړچې په غزه کې یې پر بشري دلایلو د سمدستي اوربند غوښتنه کوله.

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې په نړیوال کنفرانس کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د متحدو ایالتونو پر دریځ چې تېره میاشت یې د موقت اوربند لپاره خبرو کې مهم رول لوبولی و، انتقاد وکړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش ویلي، دی به د اوربند لپاره له غوښتنې لاس وانخلي.

ګوټېرېش وویل، ده له امنیت شورا غوښتي وو چې په غزه کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او ده هم پر بشري دلایلو د اوربند غوښتنه بیا تکرار کړې وه په خواشینۍ سره چې امنیت شورا ونه توانېده چې دا کار وکړي.

د ګوټېرېش په خبره دا په دې معنی نه ده چې دې مسئلې ته به ډېر پام نه کېږي.

په عین حال کې د اسراییل پوځ نن دوشنبې وویل چې په غزې تړانګه کې د ځمکنۍ جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو سرتېرو شمېر له سلو اوښتی.

د فرانس پرېس آژانس د راپورله مخې پوځ ویلي چې په روانه جګړه کې د درې نورو سرتېرو په وژل کېدو سره د وژل شویو اسراییلي سرتېرو شمېر۱۰۱ ته ورسېد.

په دې اړه چې دغه درې سرتېري کله او په څه ډول وژل شوي، نور جزییات نه دي څرګند شوي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوې چې سخت دریځې حماس ډلې د اکټوبر په اومه د اسراییل پر جنوبي ښارګوټو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

اسراییل د دغه برید په غبرګون کې ژمنه کړې چې حماس ډله به چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزې کنټرول لري، له منځه وړي.

په غزه کې روغتیایي چارواکو ویلي چې د اسراییل په بریدونو کې شاوخوا اتلس زره کسان وژل شوي او نژدې پنځوس زره نور ټپیان شوي، خو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG