د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

غزه کې د اسرییلو جګړه؛ نن دوه میاشتنۍ شوه او د خلکو تر کورونو ورسېده


غزه کې یو شمېر جګړه ځپلي فلسطینیان
غزه کې یو شمېر جګړه ځپلي فلسطینیان

اسراییلي پوځیان د غزې په جنوب کې د خان یونس ښار په مرکزي سیمه کې له حماس وسله والې ډلې سره چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي تولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، په جګړه دي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې په خان یونس کې ډیری کسان هغه کډوال دي چې له شمال څخه یې د جګړو له ویرې دلته پناه اخیستې ده او اوس نورو ځایونو ته د لیږدیدو په لټه کې دي.

د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونه د تېرو دوو میاشتو د جګړې په ترڅ کې له سخت مقاومت سره مخامخ شوې دي او جګړه د خلکو د کورونو په منځ کې روانه ده.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل چې د دوی ځواکونو په خان یونس سیمه کې د حماس د یوه مشر یحی السنوار کور محاصره کړی دی.

هغه زیاته کړه:

" ما ویل چې زموږ ځواکونه د غزې په تړانګه کې هرځای ته رسیدلی شي. دوی اوس د السنوار کور محاصره کړی دی. د هغه کور یوه کلا نه ده نو تښتیدلی شي، خو دا د وخت خبره ده چې موږ به یې پیدا کوو."

جګړه ځپلې غزه
جګړه ځپلې غزه

د خان یونس اوسیدونکو رویټرز اژانس ته وویل چې اسراییلي ټانکونه د السنوار کور ته نژدې شوې دي، خو دوی نه پوهیږي چې هغه په خپل کور کې شته که نه شته.

اسراییل مخکې ویلي وو چې د حماس اکثر مشران او وسله وال ترمځکې لاندې په کیناستل شویو تونلونو کې پټ دي.

اسرایيلي ځواکونو په پيل کې عملیات د غزې په جنوبي برخه کې پیل کړل بیا یې د غزې نیمه شمالي برخه ونیوله، د فلسطنیانو په وینا روغتونونه له مړیو او ټپیانو ډک دي چې اکثر یې مېرمنې او ماشومان دي او اکمالات هم په ختمیدو دي.

اسراییلي ځواکونو د غزې په جنوب کې یوشمیر ځایونه ټاکلي دي چې هلته عام خلک پناه یوسي، خو د غزې اوسیدونکي وایي چې د امن هیڅ ځای پاتې نه دی او اسراییل هغه ځایونه بمباري کوي چې له خلکو یې غواړي چې دا سیمې پریږدي.

اسراییل وایي چې د ملکیانو د وژلو د مخنیوي لپاره تر خپل وسه هڅې کوي، خو حماس وسله وال د خلکو له کورونو ډزې کوي، حماس دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG