د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

له ۷ ورځني اوربند وروسته په غزه کې د جګړو شدت


د جګړو یوه څنډه
د جګړو یوه څنډه

د اسراییلي پوځیانو او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، بریدونه وروسته له هغه بیا پیل شوي چې د دوی ترمنځ ۷ ورځني لنډمهاله اوربند د جمعې په ورځ پای ته ورسېد.

د دغه اوربند پر مهال د حماس له خوا یرغمل شوي ۱۰۵ تنه چې تر ډيره اسراییلیان وو، له ۲۴۰ فلسطیني زندانیانو سره تبادله شول.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، داسې ښکاري چې اسراییلي پوځیانو د غزې تړانګې په کلابندې شوې او د کډوالو په ګڼ میشتې جنوبي سیمه کې پلان شوي ځمکني عملیات هم پيل کړي دي.

دغه تاوتریخوالی داسې مهال بیرته پيل شوی چې د اسراییلو نژدې متحد هېواد امریکا پر اسراییلو غږ کړی چې د غزې په جنوب کې د نویو پيل شویو عملیاتو پر مهال د ملکي فلسطینیانو زیان محدود کړي.

د غزې اوسیدونکو رویټرز ته ویلي، اسراییلي ټانکونو د ځمکنیو عملیاتو له پيل سره همهاله د خان یونس او دیرالبلا ترمنځ لویه لاره بنده کړې او غزې تړانګه یې په درې برخو ویشلې ده.

د اسراییلو پوځ نن سهار پر اکس پاڼه یا پخواني ټویټر یوه بیان کې د غزې اوسیدونکو ته ویلي چې شاوخوا شل سیمې تخلیه کړي.

اسراییلي پوځ ویلي، د غزې ملکیانو ته " امن سیمې" مشخصوي چې هغوی ته کم زیان ورسوي، خو د ملګرو ملتونو چارواکي او د غزې اوسیدونکي وایي، انټرنیټ او برښنا ته د نه لاسرسي له کبله دغو لارښوونو ته پاملرنه په واقعي توګه ستونزمن کار دی.

د جګړو بیا زور اخیستو ملکیان ګڼو ستونزو سره مخ کړي
د جګړو بیا زور اخیستو ملکیان ګڼو ستونزو سره مخ کړي

په غزه کې له اوربند وروسته بریدونو کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اسراییل پوځ نن ویلي چې په غزه کې یې د ځمکنیو عملیاتو پر مهال د وژل شویو سرتیرو شمېر ۷۶ ته پورته شوی دی.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې ده ویلي چې د اسراییلو په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر له پنځلس نیم زرو اوښتی دی.

حماس سخت دریځې ډلې نژدې دوه میاشتې وړاندې د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو په برید سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې برمته کړل.

له همغه مهاله تراوسه پر غزې د اسراییلو غچ اخستونکي بریدونه دوام لري چې له ۷ ورځني اوربند پرته نژدې هره ورځ د جګړې او مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG