د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

د غزې پر یوې ملکي سیمې د اسراییلو بمبار ته غبرګونونه


غزه کې یوه بمبار شوې سیمه
غزه کې یوه بمبار شوې سیمه

د غزې تړانګه پر جنوب د اسراییل له خوا پراخه بمباري شوې ده، هغه سیمه چې د فلسطیني ملکیانو یوه لویه برخه په کې د پناهځای په لټه کې ده.

دې پېښې د ګڼو نړیوالو مرستندویو ادارو عکس العملونه پارولي دي.

د جرمني خبري اژانس د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونیسف د ویاند جیمز الډر په وینا راپور ورکړی چې پرون شنبه یې په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د ملکیانو په یوه ګڼ مېشته سیمه کې سلګونه چاودنې شوې دي.

د اوو ورځو لپاره د نافذ شوي اوربند تر ماتېدو وروسته د هغه د غزولو لپاره د نړیوالو له غوښتنو سره- سره اسراییل پرون د دویمې ورځې په مخه غزه سخته بمباري کړه.

د مصر او قطر په منځګړیتوب دغه اوربند د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ ټینګ شوی و چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي.

پرون هم د غزې پر فضا سخت لوګي ښکارېدل او د پرله پسې چاودنو غږونه اورېدل کېدل.

د اسراییل جنګي الوتکو او توپچي ځواکونو د غزې تړانګې په جنوب کې خان یونس سیمه هم بمباري کړه چې جوماتونه، کورونه او یوه روغتون ته نږدې ساحه یې په نښه کړه.

د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل پوځ ویلي چې د حماس له افراطي ډلې سره د لنډمهاله اوربند له ختمېدو وروسته یې په دې محاصره شوي ساحلي سیمه کې د دوی په وینا ۴۰۰ اهداف تروریستي اهداف ویشتلي دي.

اسراییلي چارواکو دغه راز ویلي چې د غزې د شمال په بیت لاحیه سیمه کې یې هم د حماس افراطي ډلې پر جنګیالیو او اساسي بنسټونو حملې کړې دي.

غزه کې د اسراییلو لخوا یوه بله بمبار شوې سیمه
غزه کې د اسراییلو لخوا یوه بله بمبار شوې سیمه

د اسراییل د پوځ په وینا، تېره شپه د دوی سمندري ځواکونو هم د خان یونس په بندر او په دیرالبلاح سیمه کې د حماس پوځي اهداف ویشتلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې له تېرې جمعې راهیسې د اسراییلي ځواکونو په حملو کې شا و خوا ۲۰۰ نور کسان وژل شوي او ۶۵۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، پر غزې تړانګه د اسراییل د حملو له پیله څه باندې ۱۵زره فلسطینیان وژل شوي، خو دغه شمېرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

اسراییل او حماس ډلې په وار- وار یو او بل له اوربنده په سرغړونه تورن کړي دي.

اسراییل ادعا کړې چې د اوربند د مودې تر ختمېدو مخکې لا حماس افراطي ډلې هڅه وکړه یو توغندی وولي.

حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل. له هغې وروسته اسراییل پر غزې تړانګه هوايي او ځمکني عملیات وکړل.

د اسراییل او د حماس افراطي ډلې ترمنخ د اووه ورځني اوربند پر مهال ځینې یرغمل شوي کسان د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې خوشې شول.

اسراییل وايي لا هم ګڼ یرغمل شوي کسان د افراطي ډلې حماس په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG