د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

په غزه کې د اوربند پر دوام د اسراییلو او حماس ډلې هوکړه


د اسراییلو لخوا یو خوشې شوی فلسطینی ځوان او کورنۍ یې
د اسراییلو لخوا یو خوشې شوی فلسطینی ځوان او کورنۍ یې

حماس ډلې او اسراییلو موافقه کړې چې اوسنی اوربند به د چارشنبې تر ورځې پورې مراعاتوي.

دواړو خواوو منلې چې د احتمالي جګړې د بیا پیل د مخنیوي لپاره به دوه ځلې نور هم حماس ډله اسراییلي یرغمل او اسراییل به فلسطیني بندیان خوشې کوي.

همداراز اسراییل تر زیاتېدونکي فشار لاندې دی چې د جګړې د بیا پیلولو په صورت کې به د ملکي فلسطیني وګړو خوندیتوب ته پام کوي، خو اسراییلو له دې سره- سره ژمنه کړې چې که څرګنده شي حماس د پروني توافق له مخې نور یرغمل نه خوشې کوي نو دا ډله به د خپل ټول ځواک په کارولو سره وځپي.

په عین حال کې په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېکنین د روانې اونۍ په پای کې د دریم ځل لپاره سیمې ته سفر وکړي.

دا به د اسراییل او حماس د جګړې له پیله منځني ختیځ ته د ښاغلي بلینکین درېیم سفر وي.

دی به د دې سفر پرمهال د اوربند د دوام او د نورو برمته وو د خوشې کولو لپاره هڅه وکړي. امریکايي چارواکي وايي، د ولسمشر بایډن ادارې اسراییلو ته ویلي دي چې که په غزه کې بیاعملیات پیلوي نو د نورو ملکي فلسطیني وګړو د بېځایه کولو او هغو ته د مرګ ژوبلې له اړولو دې ډډه وکړي او باید د غزې په جنوب کې خپل عملیات د غزې د شمال پرتله په زیات دقت ترسره کړي.

دې چارواکو د سپینې ماڼۍ له خوا د وضع شویو اصولو له مخې دا څرګندونې د خپلو نومونه د نه ښودلو په شرط کړې دي.

د حماس ډلې لخوا خوشې شوي اسراییلیان هم په خوشالۍ له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي
د حماس ډلې لخوا خوشې شوي اسراییلیان هم په خوشالۍ له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي

بل خوا د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتیریش یوځل بیا د اوږدمهاله اوربند او د ټولو یرغملو د خوشې کولو پر غوښتنه ټینګار کړی. دا ښيي چې نړیوال په پراخه کچه په سیمه کې د دښمنیو پای ته رسېدل غواړي.

ویل کېږي چې د ټولو ۲۴۰ اسراییلي برمته وو له ډلې حماس او نورو فلسطیني ډلو لاهم شاوخوا ۱۶۰ کسان ساتلي دي. دا کسان د اکتوبر په اوومه نېټه د اسراییل پر جنوب د دې ډلو په حمله کې برمته شوي وو. همدا حمله وه چې په غزه کې د جګړې پیلامه شوه.

د قطر، مصر او امریکا په منځګړتوب د شوې موافقې په اساس د برمته وو دا شمېر په راتلونکو دوو اونیو کې د تبادلې په مقصد د اوربند لپاره کافي ده خو تمه کېږي چې حماس ډله ښايي د اسیرو سرتېرو د تبادلې په بدل کې ډېرې لویې غوښتنې وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو په هرصورت کې ژمنه کړې چې جګړه بیا پیلوي. اسراییلي چارواکي په غزه کې د ملکي تلفاتو پړه پر حماس اچوي او تور پرې لګوي چې له ملکي وګړو څخه د ډال په توګه کار اخلي او په ګڼ میشتو سیمو کې فعالیت کوي.

اسراییلو ژمنه کړې چې د غزې په تړانګه کې د حماس شپاړس کلنې واکمنۍ ته به د پای ټکی ږدي او پوځي وړتیا به یې له منځه وړي.

XS
SM
MD
LG