د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

غزه کې د ۴ ورځني اوربند د پیل هیله مندۍ؛ جزییات یې څه دي، وبه غځول شي؟


د غزې له تازه خپرو شویو تصویرونو
د غزې له تازه خپرو شویو تصویرونو

په غزه کې د نږدې اوو اوونیو له جګړې وروسته دا لومړی وار دی چې یو لنډمهاله څلور ورځنی اوربند نافذېږي.

د جرمني خبري اژانس لیکلي، ممکن دغه اوربند نور هم پسې وغزول شي.

پر دغه لنډمهاله اوربند د قطر، مصر او د امریکا د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب موافقه شوې ده چې په څو پړاوونو کې به عملي کېږي.

بلخوا د فرانسې خبري اژانس لیکلي، اسراییل او حماس د دې لنډمهاله څلورورځني اوربند اعلان د چهارشنبې په ورځ وکړ.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د موافقې له مخې به د حماس له بنده د لږ تر لږه پنځوسو یرغمل شویو او د اسراییل له بنده د سلګونو فلسطیني بندیانو خوشې کېدو ته زمینه برابرېږي.

غزه کې نږدې دوه میاشتنۍ جګړې زرګونه تنو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ درنې ویجاړۍ رامنځته کړې
غزه کې نږدې دوه میاشتنۍ جګړې زرګونه تنو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ درنې ویجاړۍ رامنځته کړې

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، د دغه اوربند له مخې به د غزې دوو ملیونو او څلور لکه وګړو ته د مرستو رسولو زمینه هم برابره شي.

د اسرییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر وايي اړوند چارواکي د یرغمل شویو د ترلاسه کړي لیست پر جزئیاتو کار کوي.

دغه دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، دا مهال د یرغمل شویو له ټولو کورنیو سره په تماس کې دي.

د جرمني خبري اژانس د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مجید الانصاري په حواله راپور ورکړی چې پرون یې په دوحه کې یوه کنفرانس ته ویلي، په لومړي ګام کې به نن مازیګر پر ځايي وخت څلور بجې له غزې ۱۳ یرغمل شوي ملکیان خوشې شي.

د ده په وینا، دغه ټول یرغمل شوي کسان ښځې او ماشومان دي چې لومړی به د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارل شي.

اسراییل وروسته له هغې د حماس ډلې خلاف چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، خپلې حملې پیل کړې چې لومړی دغې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییل په بمباریو او ځمکنیو پوځي عملیاتو کې تر ۱۴۰۰۰ ډېر کسان چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG