د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

غزه کې د اوربند هیله مندۍ؛ یرغمل شوي اسراییلیان به ورسره خوشې او بشري مرستې به واستول شي


په غزه کې د روانو جګړو یوه څنډه
په غزه کې د روانو جګړو یوه څنډه

د حماس افراطي ډلې مشر اسماعیل هانیه نن وویل له اسراییلو سره د اوربند احتمال نژدې ښکاري.

د هانیه څرګندونو دا هیلې راژوندۍ کړي چې لسګونه برمته شوي اسراییلي وګړي هم ښايي خوشې شي.

اسراییل، متحدایالتونه او قطر له څو اونیو راهیسې له حماس سره د برمته وو د خوشې کېدو په اړه خبرې کوي چې ښايي نتیجه یې په غزه کې موقت اوربند او دې تړانګې ته د بشري مرستو رسېدل وي.

حماس ډلې د اکتوبر میاشتې په اوومه د اسراییلو پر خاوره یرغل وکړ، ۱۲۰۰ تنه یې ووژل او ۲۴۰ نور یې برمته کړل. د دې اسراییليانو د خوشې کېدو لپاره د موافقې په اړه د تېرو څو اونیو راپورونه ناسم راوتلي.

د حماس ډلې مشر اسماعیل هانیه نن په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه خبرې کړي
د حماس ډلې مشر اسماعیل هانیه نن په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه خبرې کړي

اسراییلو تراوسه له حماس ډلې سره د دې برمته وو د خوشې کېدو په اړه د خبرو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې ډېری یرغمل ملکي وګړي دي او یوشمېر ماشومان او زاړه خلک هم پکې دي. حماس ډلې یوازې څو تنه یرغمل خوشې کړي او د ځینو مړي موندل شوي دي.

بل خوا اسراییلو په غزه کې عملیات پراخ کړي او نن یې د جبالیه د کډوالو په کمپ کې چې د غزې تر ټولو لوی کمپ دی، له وسله والو سره نښتې وکړې.

اسراییل وايي د غزې ښار د شمال په دې کمپ کې یې په وروستیو څو ورځو کې لسګونه وسله وال وژلي، هغه درې تونلونه یې موندلي چې دا وسله وال پکې پټېدل او د راکټونو د توغولو درې دستګاوې یې ویجاړې کړې دي.

پرون د غزې په یوه بل لوی روغتون کې د نښتو پرمهال هم دولس کسان هغه مهال ووژل شول چې اسراییلي سرتېري او ټانکونه د دې روغتون په دروازه کې له وسله والو سره ونښتل.

اسراییل وايي د حماس وسله وال له روغتونونو څخه د سپر په توګه کار اخلي خو منتقدان یې وايي چې د اسراییلو له خوا د غزې کلابندول او هوايي حملې د دې قلمرو ۲،۳ میلیون وګړو ته د ډله ییزې سزا معنا لري.

د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو له پیله تردې دمه له ۱۲۷۰۰ زیات کسان چې له دریو دوه برخې یې ماشومان او ښځې دي، وژل شوي دي. فلسطیني چارواکو نه دي ویلي چې په وژل شویو کې څو تنه ملکيان دي او څو تنه وسله وال.

XS
SM
MD
LG