د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

غزه کې د جنګ دوام؛ ملګري ملتونه: د نوو زیږیدلو ماشومانو په ګډون ۲۹۱ ناروغان له روغتونه وتو ته اړ شول


د غزې یو روغتون
د غزې یو روغتون

په غزې تړانګه کې د جګړې په دوام د ملګرو ملتونو یوې ډلې نن یکشنبه اعلان وکړ، چې ۲۹۱ ناروغان د غزې له تر ټولو لوی روغتون څخه ووتل.

د دې ډلې په خبره، په وتلو ناروغانو کې ۳۲ ماشومان هم شامل دي، چې په ډېر بد روغتیايي وضعیت کې دي.

په دغو سلګونو کسانو کې داسې وګړي هم شته چې تروما یا شدید ټپونه لري، یا هم داسې ناروغان دي چې ملاوې یې زیانمنې شوي او سم حرکت نه شي کولی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې یوه ټیم یې وروسته له هغې وکړای شول د الشفا په نوم روغتون د یوه ساعت لپاره وګوري، چې شا و خوا ۲۵۰۰ بېکوره شوي کسان، ناروغان او روغتیايي کارکوونکي له دې روغتون څخه د شنبې پر سهار ووتل.

د دې سازمان په وینا، ۲۵ روغتیايي کارکوونکي د ناروغانو تر څنګ پاتې دي.

اسرائیل ادعا کړې، چې تر دې روغتون لاندې د حماس افراطي ډلې د سوق او ادارې مرکز شته، هغه ادعا چې د اسوشېټېډ پریس اژانس په وینا، حماس ډله او د روغتون کارکوونکي یې ردوي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه، حماس ډله د تروریستي سازمان په توګه پېژني.

د متحدو ایالتونو ولسمشر، جوبایډن
د متحدو ایالتونو ولسمشر، جوبایډن

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ له جګړې وروسته باید غزې تړانګه د فلسطیني ادارې له خوا کنټرول شي.

بایډن په هغه مقاله کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون شنبه خپره کړې ویلي، په داسې حال کې چې د سولې لپاره هڅه کوي غزې تړانګه او لوېدیځه غاړه باید تر یوه واحد جوړښت لاندې او په نهایت کې د فلسطیني ادارې له خوا کنټرول شي.

بلخوا د جرمني صدراعظم اولف شولڅ له خپل اسرائیلي سیال، بنیامین نتنیاهو سره په پرونیو ټلیفوني خبرو کې په غزې تړانګه کې د بشري اوربند غوښتنه وکړه.

د جرمني د حکومت مرستیال ویاندې کریستین هوفمن (Christiane Hoffmann) پرون شنبه په برلین کې ویلي، صدراعظم شولڅ په غزې تړانګه کې د خلکو د بشري وضعیت د بهترۍ پر ارزښت ټینګار وکړ.

د هغې په وینا بشري اوربند کولی شي د خلکو د وضعیت په ښه کېدو کې ونډه ولري. د جرمني خبري اژانس د خبر له مخې، په دې ټلیفوني تماس کې شولڅ د اسرائیل له خلکو سره د جرمني پر پیوستون هم ټینګار وکړ.

هاخوا د ایران یوه مخکښ سیاستوال پرون شنبه خبرداری ورکړ، چې ایران باید د غزې تړانګې په جګړه کې ښکېل نه شي.

د ایران مشهور سیاستوال، غلام علي حداد عادل
د ایران مشهور سیاستوال، غلام علي حداد عادل

غلام علي حداد عادل په تهران کې اعتماد ورځپاڼې ته په خبرو کې ویلي، په ایران کې هغه کسان چې غواړي د غزې په جګړه کې ښکېل شي باید وپوهېږي، چې دا هغه څه دي چې د ده په وینا په خپله د اسرائیل رژیم یې غواړي.

حداد عادل زیاته کړه، چې په دې جګړه کې د ایران ګډون به د امریکا له متحدو ایالتونو سره د جګړې سبب شي او په داسې جګړه کې به اسرائیل په خوندي اړخ کې وي.

حداد عادل ته په ایران کې د یوې محافظه کارې ډلې د یوې برخې په سترګه کتل کېږي. هغه په داسې شورا کې حضور لري، چې د ایران رهبر، علي خامنه اي ته سلا مشورې ورکوي.

د حماس ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي، چې د اسرائیلي ځواکونو او حماس ډلې ترمنځ په روانه جګړه کې د فلسطینیانو په قلمرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲زره ۳۰۰ ته رسېدلی دی.

اسرائیل د حماس ډلې پر خلاف پر غزه خپلې حملې وروسته له هغې زیاتې کړې، چې لومړی دغې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په خپلو حملو سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او څه باندې ۲۰۰ نور کسان یرغمل کړل.

XS
SM
MD
LG