د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

غزه کې ناورین؛ د الشفا روغتون ۲۸ نوي زیږیدلي ماشومان مصر ته لېږدول شوي


په الشفا روغتون کې یو شمېر نوي زیږیدلي ماشومان
په الشفا روغتون کې یو شمېر نوي زیږیدلي ماشومان

د روغتیا نړیوال سازمان WHO پرون اعلان وکړ چې د غزې په الشفا روغتون کې نوي زېږیدلي ۲۸ ماشومان یې د علاج لپاره مصر ته انتقال کړي دي.

دا ماشومان د یکشنبې په ورځ د مصر او اسراییلو سرحدي ښار رفح ته ورسول شول څو قاهرې ته له تلو مخکې یې روغتیايي وضعیت وکتل شي.

د WHO مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس پرون وویل چې ۱۲ ماشومان په الوتکه کې قاهرې ته لېږل شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ویاند ویلي دي چې دا ماشومان په جدي ساري ناروغیو اخته شوي دي.

د الشفا روغتون ډاکټران وايي له هغه مهاله چې دوی د ساري ناروغیو د مخنیوي په چاره کې د پاتې راتلو او د پاکو اوبو او دارو درملو د نشتوالي له کبله د ۳۹ نویو زېږېدلو ماشومانو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و، تراوسه له دې ډلې اته ماشومان مړه شوي دي.

د غزې د شمال په دې روغتون کې د اسراییلو په عملیاتو کې ډېر نور ماشومان د صحي امکاناتو د له منځه تلو له کبله مړه شول.

اسراییلي ځواکونه تېره اونۍ الشفا روغتون ته له دې ادعا سره ننوتل چې تر روغتون لاندې د حماس ډلې تونلونه شته.

اسراییل وايي حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني له دې تونلونو څخه پر اسراییلو د حملو لپاره کار اخلي.

د غزې روان ناورین ان روغتونونه او خدمتونه یې اغېزمن کړي
د غزې روان ناورین ان روغتونونه او خدمتونه یې اغېزمن کړي

د شنبې او یکشنبې په ورځو سلګونه ناروغان، ډاکټران، روغتیا پال او د جګړو له کبله بېځایه شوي، له دې روغتون څخه ووتل. ډاکټرانو ویل چې اسراییلي سرتېرو دوی وایستل خو اسراییلو وویل چې له دې ځایه وتل په خپله خوښه و.

په عین حال کې فلسطیني چارواکو پرون خبر ورکړ چې د غزې په یوه بل روغتون کې ۱۲ کسان وژل شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اندونیزیايي روغتون په نوم د غزې په شمال ختیځ کې دا روغتون اسراییلو کلابند کړی دی.

فلسطیني چارواکي وايي چې په دې روغتون کې ۷۰۰ ناروغان او ورسره روغتیاپال د اسراییلو د برید تر ګواښ لاندې دي. د روغتون کارکوونکو دا خبره رد کړې ده چې ګنې په دې روغتون کې د حماس جنګیالي ځای پرځای شوي دي.

د اسراییلو دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې ملکي وګړو ته د زیان د مخنیوي په هدف ګڼ اقدامات کړي دي خو وايي پر هغو وسله والو یې ځوابي ډزې وکړې چې له روغتون څخه یې دوی په نښه کول.

اسراییلو د غزې په تړانګه کې پوځي عملیات د اکتوبر په اوومه نېټه وروسته له هغه پیل کړل چې حماس ډلې یې پر قلمرو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه نور یې یرغمل کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG